1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

درې افغان او یو ایرانی مهاجر په بند محکوم شول

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د آلمان د بایرن ایالت په امبېرګ سیمه کې د فزیکي شخړې په تړاو ځایي محکمې څلور کسان چې پر ضد یې د اقامې دعوا شوې وه، د ځوانانو د جزایي قانون مطابق په سزا محکوم شول. په دوی کې یو ایرانی او درې افغان پناه غوښتونکي شامل دي.

https://p.dw.com/p/3IHd0
Deutschland Prozessbeginn wegen gewalttätiger Angriffe in Amberg
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې د محکمې د ویاند له قوله لیکلي دي چې د افغانستان درې مهاجر له شپږو میاشتو څخه تر ۱۳ میاشتو پورې د ځوانانو د جزایي قانون له مخې په تعلیقي بند محکوم شوې دي. اصلي تورن کس چې یو ایرانی مهاجر دی د ځوانانو د جزایي قانون له مخې د دوو کلونو او اوو میاشتو په بند محکوم شوی دی.

اصلي تورن کس تر مخه هم د محکمې له لورې درې وارې محکوم شوی وو چې په دغه نوې سزا کې شاملي دي. پر دې سربیره محکمې حکم کړی چې دغه ځوانان دې د روزنې په یوه خاص ځای یا دارالتادیب کې وساتل شي. د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په پای کې دغو څلورو کسانو له الکولو او مخدره موادو استفاده کړې وه.

دغه پيښه د ټول آلمان په کچه د توجه وړ ګرځیدلې وه او په عین وخت کې یې په آسانۍ سره د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج په هکله سیاسي بحثونه راپارولي وو. د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۲۹ نېټه دغو تورنو کسانو په امبېرګ کې خلکو سره فزیکي شخړه کړې وه او ځورولې یې وو. په ټوله کې ۲۱ کسان له فزیکي حملو او سپکاوي سره مخامخ شوي ول چې ۱۵ کسانو یې ټپونه لیدلي وو. د ډیرو کسانو تپونه سطحي وو.

زموږ له آرشیف څخه: