په آلمان کې غیر قانوني مهاجر تر اټکل زيات دي
۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبهد آلمان «دي ولت» ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې۲۰) د اروپایې اتحادیې کمیسیون د یوه داخلي رپوټ په اساس لیکلي دي: «د آلماني چارواکو په حواله په دې هیواد کې د غیرقانوني مهاجرو واقعي شمیر تر هغه لوړ دی چې تر اوسه پورې يې د موجوده معلوماتو(دیتابیس) له مخې وړاندې شوي دي».
د دې رپوټ له مخې هره ورځ په آلمان کې ۴۶۰کسان د پناه غوښتنه کوي. په دې برخه کې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي د افغانستان، سوریې، عراق، نایجیریا، ترکیې او ایران هيوادونو اتباع دي.
«دي ولت» ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي دي چې «په آلمان کې د غیر قانوني مهاجرو دقيق شمیر قسماً مبهم پاتيږي.» او د دې د ابعادو په هکله په ډاډمنتوب سره سړی څه نه شي ویلی.
د اروپایې اتحادیې د رپوټ پر بنسټ په دغه اتحادیه کې دننه د غیر قانوني مهاجرتونو ابعاد لوړ دي.
د «دي ولت» ورځپاڼې د اروپایې اتحادیې کمیسیون د یوه داخلي رپوټ پر اساس لیکلي دي چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په نیمایې کې یوازې په یوه اونۍ کې ۸۳۴۳ داسې کسانو د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي چې مخکې تر دې په یوه بل غړي هیواد کې راجستر شوي ول.
پر اړونده موضوع له زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: