1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې مهاجر تر رد کيدو وروسته څه کولای شي؟

۱۳۹۸ تیر ۱, شنبه

کله چې په آلمان کې د يو پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه رد کيږي د هغه له پاره نور کوم کوم امکانات شته چې خپله دعوا يې مخته يوسي؟ دغه ډول پناه غوښتونکي کولای شي د اداري محکمې څخه نيولې تر اروپايي محکمې پورې خپله دعوا وکړي.

https://p.dw.com/p/3Ksf5
Deutzschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Bingen am Rhein
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

کله چې په آلمان کې يو مهاجر ته د رد ځواب ورکول کيږي هغه کولی شئ د محکمې دغې پريکړه پر وړاندې له سره عريضه وړاندې کړي. د تازه رپوټونو پر اساس، سږکال د آلمان په اداري محکمو کې د هغو پناه غوښتونکو شمير د تيرکال په پرتله پنځه برابره لوړ شوی چې د رد ځواب ترلاسه کولو وروسته يې بيا د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي دي. د يوه حکومتي رپوټ په حواله، د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۳۲۰ زره رد شوو پناه غوښتونکو له سره محکمو ته د پناه غوښتنې درخواستونه يا اپيل وړاندې کړي دي.

د آلمان د مهاجرت فدرالي اداره (بامف) د هر هغه مهاجر د پناه غوښتنه ردولی شي چې په اړه يې د دې ډاډ ترلاسه کړي چې هغه په آلمان کې حفاظت ته اړتيا نه لري او يا د محافظت مستحق نه دی. د پناه غوښتنې ډولونه مختلف دي چې د هغو له مخې مهاجرو ته پناه ورکول کيږي، لکه تسليم شوي مهاجر، سياسي پناه، موقتي حفاظت او پر اخراج باندې بنديز دی.

اخراجونه په اساسي توګه دوه ډوله دي: په ساده ډول د پناه رديدل (offensichtlich unbegründet). دغه ډول ځواب هغه وخت پناه غوښتونکي ته ورکول کيږي، چې پناه غوښتونکی د خپل اصلي هيواد په اړه غلط معلومات ورکړي، د پناه غوښتنې د منلو له پاره يې کافي شواهد نه وي وړاندې کړي، يا اقتصادي مهاجر او يا هم د آلمان د امنيت له پاره ګواښ وپيژاندل شي.

يو بل ډول اخراج په هغه صورت کې کيږي کله چې چارواکي پناه غوښتونکی د  inadmissible (د نه منلو وړ) په توګه وپيژني. دغه ډول پريکړه په هغه صورت کې کيږي چې پناه غوښتونکي په آلمان کې د خپلې پناه غوښتنې څخه مخکې د اروپايي اتحاديې په يوه بل غړي هيواد کې د پناه غوښتنې درخواست سپارلی وي.

کله چې د پناه غوښتنه رد شي ورسره جوخت د اخراج فيصله هم پناه غوښتونکي ته اورول کيږي. که چيرته د پناه غوښتونکي درخواست په ساده ډول سره رد کيږي په هغه صورت کې پناه غوښتونکي ته خبر ورکول کيږي چې د ديرشو ورځو په دننه کې د آلمان له خاورې څخه ووځي، خو پناه غوښتونکی کولی شي د دوو اونيو په دننه کې اداري محکمې ته ورشي او د رد ځواب خلاف يې د اقامې دعوا وکړي. او هغه کسان چې د نه منلو وړ شرايطو له مخې رد ځواب ترلاسه کوي هغوی کولای شي، د دوهم ځل له پاره د پناه غوښتنې درخواست د يوې اوونۍ په منځ کې وړاندې کړي.

Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
سږکال د هغو رد شوو مهاجر شمير چې بيا يې د پناه غوښتنې درخواستونه کړې پنځه برابره لوړ شوی - آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

کله چې د پناه غوښتنې درخواست رد شي، د پناه غوښتونکي له خوا له سره ادارې محکمې ته بل درخواست وړاندې کيږي. محکمه  بيا پر هغه د بامف يا د آلمان د مهاجرت ادارې نظر اخلي او تر هغه وروسته بيا پناه غوښتونکی مرکې ته غوښتل کيږي. که پناه غوښتونکی د مرکې پر مهال د قاضي له خوا د پناه اخیستنې مستحق وپيژاندل شو، په هغه صورت کې د هغه په نفع پريکړه ترسره کيږي چې بيا د آلمان د مهاجرت اداراه يا بامف مسئوليت لري له هغه څخه حفاظت وکړي.

که چيرته پناه غوښتونکي ته د قاضي له خوا هم رد ځواب ورکړل شي په دې صورت کې هم بايد مهاجر له آلمان څخه ووځي؟ په داسې حالت کې بيا هم پناه غوښتونکی چانس لري تر څو «سترې ادراې محکمې» ته اپيل وکړي. که چيرته په دغې محکمه کې هم د هغه اپيل ته رد ځواب ورکړل شو په دې صورت کې بيا پناه غوښتونکی کولای شي د آلمان د اساسي قانون محکمې ته اپيل وکړي.

که چيرته د آلمان د اساسي قانون په محکمې کې هم هغه ته د رد ځواب ورکړل شو، خو پناه غوښتونکی پوهيږي چې له حقوقو سره يې عدالت نه دی شوی، په هغه صورت کې بيا کولای شي د اروپايي محکمي د بشر حقونو څانګې ته مراجعه وکړي.

په عام ډول د پناه غوښتنې رد ځواب په دې معنی دی چې د ردشوی مهاجر بايد د بامف ادارې له خوا په ټاکل شوې موده کې له آلمان څخه ووځي. که پناه غوښتونکی نه غواړي له آلمان څخه ووځي چارواکي کولای شي هغه په زور له دغه هيواده وباسي. که چيرته دغه اخراج د يو لړ نورو عواملو له وجې امکان ونه لري په هغه صورت کې پناه غوښتونکي ته «ډولډنګ» يا د اوسيدو تحمیلي پاڼه (tolerated permit to stay) ورکول کيږي.

ځينې استثنايي حالات هم شته، که چيرته د پناه غوښتونکي په خپل اصلي هيواد کې وضعيت خراب وي، او يا په خپله هغه د جګړو پر مهال ذهني صدمه ليدلي او له کبله يې پر شديدې رواني ناروغۍ اخته وي، په دې صورت کې کولای جلا درخواست وړاندې کړي چې په آلماني ژبه ورته « Asylfolgeantrag» ويل کيږي. په دې اقدام سره پناه غوښتونکي ته په ممکن ډول پناه ورکول کيږي او د اخراج مخنيوي يې هم کيدای شي.