1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې مهاجر پلوه سياستوال ګواښل شوي

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د آلماني سیاستوال والتر لوبکه، د وژل کیدو په اړه د څیړنو له پرمختګ سره، د کولن د ښاروالې په ګډون نورو سیاستوالو ته هم د ورته ګواښونو خبره شوې ده. پولیس وایي چې دغو ګواښونو ښايي له ښي اړخو افراطیانو څخه منشا اخیستې وي.

https://p.dw.com/p/3Kkg6
Deutschland Pk Kölner Oberbürgermeisterin Henriette Reker
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gambarini

پولیسو د چهارشنبې په ورځ تایید کړې ده چې د کولن ښاروالې هینریته ریکر، ته هم د مرګ ګواښ استول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوازې څو ورځې مخکې یو بل آلمانی سیاستوال والتر لوبکه، په خپل کور کې مړ وموندل شو چې د پولیس په اند د «ښي اړخو افراطیانو» د برید په پایله کې وژل شوی وو.

پولیسو د آلمان «بیلد» ورځپاڼې ته ویلي دي چې باور لري د کولن ښاروالې ته ګواښوونکی لیک د همداسې «د ښي اړخو افراطیانو په صحنه کې د یوه فعال کس» له خوا استول شوی دی.

لتر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې د دغه ګواښونکي لیک استوونه د کسل سيمه ایز سیاستوال والتر لوبکه، له وژنې سره تړاو لري او که نه. هغه د جون میاشتې په سر کې په خپل کور کې وژل شوی وو.

ریکر په ۲۰۱۵ کال کې هم هغه مهال سخته ټپي شوه چې د کمپاین پر مهال پرې یوه ښي اړخي افراطي د چړې برید وکړ. برید کوونکي ویلي ول چې پر ریکر یې د هغې د مهاجر پلوو عقیدو له کبله برید کړی وو.

نور مهاجر پلوه سیاستوال هم ګواښل شوي

اوس په برلین کې څیړونکي دغه قضیه څیړي ځکه نورو سیاستوالو هم ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې یې ګواښونه ترلاسه کړي دي. د «WDR» رسنۍ خبر ورکړی دی چې د التینا ښاروال اندرياس هولسشتاين، هم ګواښل شوی دی. هولسشتاين هم د ریکر په څیر په ۲۰۱۷ کال کې په چړې وهل شوی وو. پر هغه باندې برید کوونکي د مهاجرو ضد شعارونه ورکول او دغه سیاستوال یې د کباب په یوه ځایي دوکان کې خپل هدف ګرځولی وو.

د لوبکه وژل کیدو او نورو سیاستوالو ته استول شویو ګواښونو په آلمان کې د ښي اړخي افراطیت په اړه اندیښنې ډیرې کړې دي. لوبکه د صدراعظمي انګلا میرکل، د مهاجرت له سیاست څخه د ملاتړ له کبله مشهور وو. د هغه د وژنې په تړاو یو تورن کس چې باور کیږي د ښي اړخو خواخوږی دی، د پولیسو په توقیف کې دي.

(ms/bs (DW: Rebecca Staudenmaier