1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې پر ځینو مهاجرو د دولتي مرستو د کمیدو غوښتنه

۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبه

د آلمان د ۱۶ ايالتونو دولتي مشرانو غوښتي چې پر هغو آلمان میشته پناه غوښتونکو دې دولتي مرستې کمي شي چې تر آلمان مخکې یې په یوه بل اروپايي هیواد کې پناه غوښتې او د دوبلین په مقرراتو کې شاملیږي.

https://p.dw.com/p/3AEZC
Belgien als Durchgangsland für Migranten | Asylbewerber in Brüssel
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/L. Dieffembacq

آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتاګ» د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسامبر ۱۶مه) رپوټ ورکړ چې د آلمان په مختلفو ايالتونو کې به پر هغو مهاجرو مالي مرستې کمې شي چې تر آلمان مخکې يې د اروپايي اتحاديې په يوه بل غړي هيواد کې هم د پناه غوښتنه کړې ده.

په رپوټ کې زیاته شوې چې دغه غوښتنه د آلمان د ۱۶ ایالتونو دولتي مشرانو کړې ده.

د دوبلين مقرراتو له مخې، د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې ته د رسيدګۍ مسئوليت هغه هيواد پر غاړه لري په کوم کې چې مهاجرو اروپايي ټولنې ته تر داخلیدو وروسته د لومړي ځل له پاره نوم لیکنه کړې وي. په دې صورت کې که دغه مهاجر له لومړي هیواد څخه د اروپايي ټولنې یوه بل غړي هیواد ته ولاړ شي نو دویم هیواد کولای شي هغه بیرته لومړي هیواد ته اخراج کړي.

ويل کيږي چې آلمان ته د رسيدلو مهاجرو يو پر دريمه برخه داسې کسان دي چې مخکې یې د اروپايي اتحاديې په يوه بل غړي هيواد کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو د «ولت ام زونتاګ» ورځپاڼې په رپوټ کې دغه موضوع نه ده روښانه شوې چې آیا د مالي مرستو د کمیدو په غوښتنه کې يوازې تازه مهاجر شامليږي او که په دې شرايطو برابر ټول مهاجر به له دې کبله اغیزمن شي.

Symbolbild Geldbeutel
ټولنيزې مرستې د يوه مجرد کس له پاره ۴۱۶ يورو تعين شوې دي.انځور: Imago/Eibner/J. Hahne

د مرستو ډولونه

له مهاجرو سره د آلمان دولتي مرستې په اصل کې دوه ډوله دي: لومړنې مرستې ې مهاجر یې آلمان ته تر داخليدو وروسته په لمړيو مياشتو کې ترلاسه کوي. دغه مرستې تر ټولنيزو مرستو چې بیا وروسته مهاجرو ته ورکول کیږي، شاوخوا ۱۰ سلنه لږې وي. لومړنۍ مرستې تل مالي او نغدي نه وي. د مرستو ځينې برخې کيدای شي د مهاجرو د اړتيا وړ هغه وسايل او اجناس وي چې هغوی ته ورکول کيږي.

د پناه غوښتونکو له خوا تر لاسه کيدونکي مرستې بايد، د هغوی د پناه غوښتنلیک تر منل کیدو او يا هم آلمان ته د هغوی تر داخليدو ۱۵ مياشتې وروسته، د ټولنيزو مرستو په اندازه وي. ټولنيزې مرستې د يوه مجرد يا یوازې کس له پاره ۴۱۶ يورو تعين شوې دي.

د «ولت ام زونتاګ» ورځپانې د رپوټ په حواله د ۲۰۱۸م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ۷۷ زره پناه غوښتونکو له ډلې چې آلمان ته داخل شوي، ۳۰ زره يې داسې کسان دي چې مخکې يې د اروپايي اتحاديې په يوه غړي هيواد کې د پناه غوښتنه کړې. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې له هغو هيوادونو چې تر دې مخکې مهاجرو په کې د پناه غوښتنه کړي، غوښتي دي چې دغه کسان بیرته ومني.

دغو هيوادونو د آلمان دولت ۲۱ زره غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی، خو آلمان بیا یوازې ۴۹۲۲ مهاجر بیرته دغو هيوادونو ته استولي دي. ويل کيږي چې په هره اندازه چې يو مهاجر په آلمان کې ډيره موده پاتې شي، په هماغه اندازه يې لومړني هيواد ته د بيرته استولو امکان کمیږي.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: