1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آژه سمندر کې د دوو ماشومانو مړي موندل شوي

۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د ترکيې ساحلي ګارد په آژه سمندر کې د دوو ماشومانو جسدونه موندلي. په یوه بله پيښه کې۴۴ مهاجر ژغورل شوي او یو شمیر نور اوس هم لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/2sgAn
Griechenland Lesbos Europa Flüchtlinge Kleinkind Rettung
انځور: Reuters/G.Moutafis

تیره ورځ ترکي رسنیو په آژه سمندر کې د مهاجرو د یوې بادي کیښتې د ورکیدو چې احتمالاً ډوبه شوې به وي خبر ورکړ. د سه شنبې په ماښام د ترکیې دولتي خبري آژآنس اناتولي ولیکل چې د دغه هیواد د ساحلي ګارد له خوا د دوو تنو ماشومانو مړي چې یو یې دری او بل یې پنځه کلن ول په آژه سمندر کې موندل شوي دي.

دغه بادي کښتۍ د ترکيې له مرسي ساحلي سیمې څخه د یونان د اوروس ټاپو د ساحل پر لور په حرکت کې وه. ویل کیږي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په دغه کښتۍ شاوخوا ۱۰ تنه سپاره ول چې اوس هم لادرکه دي.

د سه شنبې له ماښام څخه د ترکيې او یونان د ساحلي ګارد له خوا د پلټنې عملیات پيل شوي دي. د یونان ساحلي ګارد تر اوسه پورې د خپلو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په یوه بله پيښه کې د ترکیې ساحلي ګارد بیا د خپلې ګزمې پر مهال ۴۴ تنه مهاجر چې کیشتۍ یې د ډوبیدو په حال کې وه ژغورلي دي. دغو مهاجرو هم هڅه درلوده چې له یوې بادي کښتۍ څخه په استفادې د آژه سمندر له لارې د اروپایې اتحادیې غړي هیواد یونان ته ځانونه ورسوي.

د ساحلي ګارد ترمنځ نښته

د ترکیې لومړی وزیر بنعلي بلدریم، وایې چې د یونان له لومړي وزیر الکسس سیپراس سره یې د یوې تلیفوني اړیکي په ترڅ کې موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو د ساحلي ګارد تر منځ رامنځته شوې شخړه به د خبرو اترو له لارې حل کړي.

تیره ورځ د یونان د ساحلي ګارد یوه کښتۍ د ترکیې د ګزمې له کښتۍ سره د ټکر په نتیجه کې زیانمنه شوې وه. د ترکیې لومړي وزیر وویل: «موږ موافقې ته رسیدلي یو چې رامنځته شوي جنجالونه به د سیاسي او دیپلوماتیک لارې حل کړو، چې دا کار د لا زیاتې کرارۍ سره مرسته کوي. د متقابل درک له لارې او د خبرو اترو د هغو کانالونو له لارې چې په دوامداره توګه خلاص دي.»

یلدیرم وویل چې د یونان او ترکیې پوځي قوماندانان به د می په میاشت کې د ناتو د غونډې په څنډه کې سره وویني.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: