1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتريش کي سياسي رسوايي زور آزمويني ته رسيږي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

په اتريش کي د ښي اړخه محافظه کاره حکومت تر پاشل کيدو وروسته، د تر اوسه پوري ايتلاف متحدين يو له بل سره مقابله کوي. د خلکو ګوند غړی صدراعظم کورڅ اوس غواړي د ښی اړخه ګوند  FPÖله يوه بل سياستوال څخه هم سمدستي تيرسي.

https://p.dw.com/p/3Im9A
Österreich Wien Pressekonferenz Sebastian Kurz
انځور: picture-alliance/APA/H. Fohringer

د اتريش د صدراعظم مرستيال هاينس کريستيان شتراخه تر استعفا وروسته، اوس صدراعظم زبستيان کورڅ غواړي له همدغه ګوند (FPÖ) څخه د کورنيو چارو شخړه ايز وزير هيربيرت کيکل هم له دندي ګوښه کړي.

دا خبره سياستوال ګيرنوت بلوميل د اتريش په تلويزيون کي وکړه. د کورڅ د باور وړ دغه سياستوال وويل «زه په دې متيقن يم چي د اتريش صدراعظم به ددغه هيواد ولسمشر ته په دې اړه وړانديز وکړي چي د کورنيو چارو وزير به له حکومتي کړۍ څخه ليري کړي.»

بلوميل زياته کړه چي د په اصطلاح «ابيڅا» رسوايي په اړه د ويديو تر خپريدو وروسته دي نوموړې موضوع په هر اړخيز ډول وڅيړل سي. کيکل کيداي سي د FPÖ ګوند د اوږد مهاله عمومي سکرتر په توګه د ګوند د غيرقانوني پيسو ورکولو په هغه رسوايي کي برخه ولري چي شتراخه يي په اړه په ويديو کي خبري کولې».

خو د ښی اړخه ګوند  FPÖله خوا بيا داسي اخطارونه سته چي د کيکل د برطرف کيدو په صورت کي به د هغوی ټول حکومتي غړي کابينه پريږدي او هغه هم په سپتمبر مياشت کي د ملي شورا تر نوو انتخاباتو څو مياشتي مخکي.

کيکل په خپله فيسبوک پاڼه کي ويلي «زما سره به د غواوو تجارت ونه سي» د  ښی اړخه ګوند په رهبرۍ د کورنيو چارو وزارت له ډيره وخته راهيسي د خلکو د ګوند له پاره د سترګي اغزي وو، تر ټولو دمخه په اتريش او د اروپا په سطحه،  د پناه غوښتني او مهاجرت په موضوع کي د خپل واضح او کلک دريځ له امله.

يو بل ناولی کمپاين

صدراعظم کورڅ ټينګار کوي چي نوي انتخابات «هيله نه»، بلکي يو «ضرورت» دی. هغه غواړي په دې پوه سي چي ددغې ويديو تر شا د چا لاس دی چي شتراخه يي په اصطلاح په تلکه ونيو.

د آلمان «بيلد» ورځپاڼي د دوشنبې ورځي په گڼه کي راغلي دي چي کورڅ پر اسراييلي سياسي مشاور تال زيلبرشتاين باندي خپل شک ته اشاره کوي. کورڅ ويلي «زه ددې خبري امکان وينم چي زيلبر شتيان به ددې موضوع ترشا ولاړ وي».

شتراخه هم ورته نظر وړاندي کړی دی. زيلبر شتاين په اتريش کي د سوسيال ديموکرات ګوند (SPÖ) مشاور وو چي د ۲۰۱۷م کال په انتخاباتي کمپاين کي د کورڅ پرضد په اصطلاح ناولی کمپاين (هدف يې د يوه شخص تخريب وي) مسئول بلل کيږي.

په ۲۰۱۷م کي د ملي شورا تر انتخاباتو څو مياشتي مخکي، په ابيڅا کي په پټه ثبت سوې دغه ويديو کي، شتراخه د نورو تر څنګ له يوې روسۍ پانګه والي سره ژمنه کوي چي که د ده د ګوند له بريا سره مرسته وکړي، نو ستر دولتي قراردادونه به تر لاسه کړي.

خو شتراخه ويلي دي چي ددغو خبرو پر وخت د الکهولو تر اغيزي لاندي وو او په عين حال کي يي د ويډيو اخيستونکي پر وړاندي د قانوني چلند غوښتنه هم کړې ده.

Österreich Herbert Kickl
د اتریش داخله وزیر هربیرت کیکلانځور: imago/SKATA

لوي څارنوال لا تر اوسه موضوع تر تعقيب لاندي نه ده نيولې

کورڅ په دې متيقن دی چي شتراخه د خپلو څرګندونو له امله کيدای سي مجرم وپيژندل سي. هغه «بيلډ» ورځپاڼي ته ويلي دي چي «پلټني به وښيي چي اوس به څه وسي. هغه څه چي شتراخه په دغه ويديو کي ويلي دي هغه يوه لويه رسوايي ده او دا کار به د هغه سياسي فعاليت ختم کړي او ښايي جزايي عواقب هم له ځانه سره ولري.»

صدراعظم کورڅ زياتوي: «هغه څه چي موږ په ويډيو کي وينو، سخت د انديښنې وړ دي. دلته خبره پر ناوړه استفادې ده چي يوه ستره او ستونزمنه خبره ده. په هغې کي د رشوت واضح وړانديز کيږي.»

خو د اتريشي رسنۍ«ORF» په حواله بيا مؤظف سوي لوي څارنوال برعکس ويلي دي چي د ويډيو تر اوسه خپرې سوي صحنې د جرم د شک درلودلو له پاره کفايت نه کوي. له هغو څخه د يوه جرم د ثبوت له پاره لا تر اوسه مشخص شواهد نه دي تر لاسه سوي.

G.P/N.Z/AG