1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتریش کې د یوه بل همجنس باز پناه غوښتنه هم رد شوې

۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبه

په اتریش کې د یوه افغان همجنسباز د پناه غوښتنې تر ردیدو وروسته د یوه عراقي چې وایي همچنس باز دی، د پناه غوښتنه رد شوې. چارواکو ویلي چې دغه پناه غوښتونکي د مصاحبي پر مهال په بې ساري توګه د نجونو په څیر کارونه کول.

https://p.dw.com/p/33eAD
Geflüchtete Kinder
انځور: picture alliance/dpa/D. Karmann

دغه عراقي پناه غوښتونکي د اتریش د مهاجرت چارواکو ته ویلي چې نوموړی له دې کبله چې همجنسباز دی، خپل هیواد یعنې عراق ته نه شي تلی.

د پنجشنبې په ورځ رسنیو رپوټ ورکړ چې د اتریش چارواکو د دغه عراقي همجنسباز د پناه غوښتنه له دې امله رد کړې چې هغه د اروزنې د مصاحبې پر مهال ډیر د نجونو په څیر کارونه کول.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم په اتریش کې د یوه افغان همجنسباز د پناه غوښتنه له دې کبله رد شوه چې هغه د همجنسبازانو په څیر کالي او کارونه نه کول.

تر دغو پیښو وروسته، د بخښنې نړیوال سازمان د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې دوی په اتریش کې د مهاجرینو د پناه غوښتنې د اروزنې په برخه کې ساختاري ستونزې ویني. خو د پنجشنبې په ورځ د اتریش د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند د بخښنې د نړیوال سازمان دغه تورونه رد کړل. د اتریش د کرونیو چارو وزارت ویاند کریستوف پولزل، دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ټول هغه اړوند چارواکي چې د پناه غوښتونکو دوسیې ارزوي، مسلکي روزنې ترلاسه کړي دي. هغه زیاته کړې چې په اتریش کې هغه چارواکی چې د یوه افغان همجنسباز د پناه غوښتنه یې رد کړې، اوس د پناه غوښتونکو د دوسیو د اروزنې په بهیر کې دخیل نه دی.

Österreich Flüchtlinge an der Grenze zu Slowenien
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Zak

د افغان مهاجر په اړه د څرګندونو له کبله د پښیماني ښوول

څو ورځې وړاندې د یوه ۱۸ کلن افغان مهاجر د همجنسبازۍ د ادعا داسې رپوټونه خپاره شول چې په اتریش هیواد کې یې د پناه غوښتنې ته منفي ځواب ورکړل شوی وو. د دغه افغان مهاجر د پناه غوښتنې د پریکړې په برخه کې د اتریش هیواد د مهاجرت د چارو د ادارې یوه چارواکي لیکلي وو چې دغه ۱۸ کلن مهاجر د کم سنه مهاجرینو په کمپ کې له نورو ځوانانو سره فزیکي جګړه کړې. دغه چارواکي افغان مهاجر ته په خطاب کې د هغې په دوسیه کې لیکلي وو چې له همجنسبازانو څخه د دغه راز غوسې تمه نه کیږي. 

Österreich Slowenien Grenze Flüchtlinge
انځور: DW/A. Langley

د نوموړي افغان مهاجر په هکله د فالتر په نامه یوې اتریشۍ اوونیزې مجلې رپوټ خپور کړی وو.

د اتریش هیواد د مهاجرت د ادارې دغه چارواکي د نوموړي افغان مهاجر د پناه غوښتنې د پریکړې په پای کې لیکلي وو چې له دې کبله چې هغه همجنسباز نه دی نو په خپل هیواد کې ورته ګواښ متوجه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اتریش د مهاجرت د چارو ادارې ویلي چې دغه چارواکی د روان کال په مې میاشت کې وروسته له هغې چې د نوموړي په پریکړو کې ځینې ستونزې لیدل شوي، په یوه بله دنده ګمارل شوی دی. د اتریش هیواد د مهاجرت ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د پریکړې په برخه کې د خپل کارکوونکي د بد سلوکه څرګندونو له کبله پښیمانه دي.