1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې د مهاجرو د کورنۍ الحاق پر محدودیت نوکه

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

په اروپایې شورا کې د بشري حقونو کمیسار نیلس مویزنیک، په آلمان او نورو اروپایې هیوادونو کې د مهاجرو د کورنیو د الحاق په برخه کې پر محدودیتونو نوکه کړې.

https://p.dw.com/p/2ewzo
DW Türkisch Interview Nils Muizniek
انځور: DW

په هغه رپوت کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی نیلس مویزنیک، خبردارۍ ورکړې دی چې د مهاجرو ادغام یوازې په هغه صورت کې ممکن ګرځي چې دوی له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

د بشري حقونو دغه اروپایې مسئول غوښتنه وکړه چې «اروپایې هیوادونه دې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د کورنیو د الحاق یا یوځای کیدو حق دې مراعت کړي.»

په دغه ۵۶ مخیز رپوټ کې راغلي دي چې ډیر شمیر اروپایې هیوادونو د مهاجرو د کورنۍ یوځای کیدو امکانات محدود کړي دي. همدارنګه رپوټ زیاتوي هغه مهاجر چې آلمان ته راغلي دي او په اصطلاح یوازې د حفاظتي پناه مستحق ګرځيدلي دی باید له خپلې کورنۍ سره د یوځای کیدو له پاره دوه کاله انتظار وباسي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په اتريش، دنمارک او سویدن کې هم د مهاجرو د کورنیو د الحاق په برخه کې محدودیتونه رامنځته شوي دي.

مویزنیک په ځانګړي توګه غوښتنه کړې ده چې بې سرپرسته کم عمره مهاجر ماشومان باید له خپلې کورنۍ سره د یوځای کیدو یا د هغوی د راغوښتنې حق ترلاسه کړي. د هغه په خبره د دې غوښتنې لامل دا دی چې د کورنۍ د یوځای کیدو او ادغام تر منځ «یو قوي ارتباط» وجود لري.

په ۲۰۱۶ کال کې د متحد کوند د فشار له امله د آلمان حکومت پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۸ م کال تر مارچ میاشتې پورې د هغو مهاجرو د کورنۍ الحاق وځنډوي چې د حفاظتي مهاجر په حیث یې موقتي پنا ترلاسه کړې ده.

د مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) او سوسیال مسیحي اتحاد (CSU) ګوندونه ټینګار کوي چې دغه قواعد باید نور هم وغځول شي.