1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کې د ښی اړخو افراطيانو مظاهرې دوام لري

۱۳۹۵ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د پاکستان په سونو ښی اړخو افراطيانو په اسلام آباد کې د سه شنبې په ورځ خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ. هغوي د پاکستان د حکومت له خوا د یوه والي د وژونکي د اعدام پر ضد او په دغه هیواد کې د شریعت د نافذیدو په حق کې مظاهرې کوي.

https://p.dw.com/p/1ILEs
په اسلام آباد کي مظاهرې
انځور: picture-alliance/dpa/A. Naveed

دغه مظاهره د پاکستان تحریک ډلي له خوا تنظیم شوې وه چې په ترڅ کې یې د یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته تر ۱۰۰۰۰ ډیر کسان ننوتل او د ودانیو او تمځایونو په ویجاړولو یې لاس پوري کړ. د پولیسو چارواکي محمد کاشف، د سه شنبې په ورځ وویل چې اوس هم شاوخوا ۷۰۰ مظاهره کوونکي په اسلام آباد کې موجود دي.

مظاهره کوونکي غواړي چې پاکستان شریعي قوانین نافذ کړي. هغوی همداراز د ممتاز قادري، پر اعدام باندي هم نیوکي کوي. قادري د پاکستان یو سیکولار والي وژلی او د همدې جرم له کبله اعدام شو. مظاهره کوونکي همداراز غواړي چې په دین ستیزي تورنه عیسوي پاکستانۍ ښځه عاسیه بي بي، هم اعدام شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکي نواز شریف ویلي ول چې له افراطیانو سره به مبارزه وکړي، خو د هغه تر دغو څرګندونو وروسته په لاهور کې یو ډیر خونړی برید وشو چې له کبله یې ۷۲ کسان ووژل شول.

تر برید وروسته د «تحریک الاحرار» ډلي د دغه برید مسئوليت ومانه. خو پوځ هم د برید په ځواب کې د پاکستان په پنجاب ولایت کې د یاغیانو پر پټنځایونو باندي بریدونه وکړل.

چارواکو ویلي دي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې تر۳۰۰ ډیر شکمن کسان نیول شوي دي. پوځ همداراز په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پر وړاندي خپل عملیات پیاوړي کړي دي.