1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د زور زياتيو لمن پراخه سوې ده

۱۳۹۰ خرداد ۱, یکشنبه

نن سهار څلورو کسانو چي ځانمرګي واسکټونه يي په تن او سپکي درنې وسلي هم ورسره وي، په خوست کي د يو دولتي ماموريت پر ودانۍ بريد کړى.

https://p.dw.com/p/11LEU
د خوست د حملې مسئوليت طالبانو په غاړه اخستی
د خوست د حملې مسئوليت طالبانو په غاړه اخستیانځور: AP

دغه بريد د سهار نژدې پنځه بجې د خوست ښار په لويديځه څنډه کي د ترافيکو پر مديريت سوى. د پيښي عيني شاهدان وايي، چي بريدکوونکي په يوه سراچه موټر کي سپاره ول ، چي لومړۍ يي د قراول پر پوليسو ډزي وکړې او وروسته د ترافيکو امريت ودانۍ ته ور ننوتل.

د خوست امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب د پيښي په سيمه کي دويچه ويلي ته وويل چي بريدکوونکي څلور تنه وو او د سرحدي پوليسو دريشۍ يې په تن وې.

«بريدکوونکي لا هم د پوليسو سره په نښته کي دي او ډير ژر به يي له منځه يوسي.» سمونوال يعقوب زياته کړه چي د بريدونو پرمهال تر اوسه 3 پوليس وژل شوي. هغه وويل يو ملکي سړی هم وژل سوی دی.

د خوست حمله يوه ورځ وروسته تر هغه رامنح ته سوه چي د کابل په يو پوځي روغتون کي د په يو ځانمرګي بريد سره د طب 6 محصلين ووژل سول او 23 تنه نور ټپيان سوي دي.

وسله والو طالبانو د کابل او د خوست د حملو مسووليت په غاړه اخيستی دی. کابو يو مياشت مخکي هغوی د پسرلي د حملو خبرداری ورکړی ؤ.

په وروستيو حملو کي هغوی له نوو تکتيکونو، لکه د پوځي جامو اغوستلو او يا عامه ودانيو ته په ننوتلو سره دولتي تأسيسات او چارواکي تر بريدونو لاندي نيولي دي. په عيني وخت کي د هغوی حيني د افغانستان د امينتي ځواکونو په ليکو کي نفوذ کړی.

تيره مياشت د افغانستان د دفاع وزارت په دننه کي په يو ورته بريد سره دري تنه ووژل سول. له هغي وروسته په کندهار کي د دغه ولايت د امنيي قوماندان او د هغه شخصي محافظ په يوه حمله کي ووژل سول.

دري ورځي مخکي په پکتيا ولايت کي د يو شرکت کابو 35 کار ګران د اورپکو د حملو قربانيان سول.

د زور زياتيو دا لمن په داسي وخت کي پراخيږي چي د جولای په مياشت کي افغان امنيتي ځواکونه په 6 سيمو کي له نړيوالو ځواکونو څخه مسووليت په غاړه اخلي.

آژانسونه/ عبدالبار حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل