1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورت

په افغانستان کې ترافیکي پیښې ۱۴ کسان وژلي دي

۱۳۹۷ شهریور ۳۰, جمعه

افغان چارواکو ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کابل او هرات پر لویه لار د یوه سرویس او او لارۍ د ټکر په پایله کې د ښخو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/35HOJ
Anschlag in Afghanistan
آرشیف انځورانځور: dapd

په دغې ترافیکي پیښه کې ۲۹ کسان ټپیان شوي هم دي. پیښه د فراه ولایت په بالابولوک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب، ویلي دي چې د سرویس چلوونکي د پیښې پر مهال ډیر لوړ سرعت لاره.

د پیښې ټپیان یوه نزدې روغتون ته د درملنې له پاره وړل شوي دي.

په افغانستان کې هر کال ترافیکي پیښې په سلون کسان وژني. د دغو پیښو لامل ډیر وخت خراب سړکونه، په بې احتیاطي سره موټر چلول او د موټر خراب تخنیکي وضعیت وي.