1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د امریکایي بمباریو ډېرښت به ملکي تلفات زيات کړي

۱۳۹۶ آذر ۱, چهارشنبه

کارپوهان وایي چې د امریکا متحدو ایالاتو نوې کړنلاره چې له مخې یې د طالبانو تر کنترول لاندي سیمو د کوکنارو پر کروندو باندي هوایي بریدونه کوي، ځايي اوسیدونکو ته ډیر ګواښونه رامنځ ته کولای شي.

https://p.dw.com/p/2o214
Boeing gewinnt Tankflieger-Auftrag der US Air Force
انځور: picture alliance/dpa

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې دغه بدلون له هغه وروسته رامنځ ته کیږي، ولسمشر دونالد ترمپ په اګست میاشت کې د افغانستان او سویلي اسیا له پاره خپله نوې ستراتیژې اعلان کړه. هغه له دې سره په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن، ته هم لا ډیر صلاحیتونه ورکړل.

شمیرې ښيي چې همدا اوس لا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د اکتوبر میاشتې تر۳۱مې نیټې پوري امریکا متحدو ایالاتو په افغانستان کې له هوا څخه ۳۵۵۴ بمونه غورځولي دي، دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۱۶ کال کې د دغه شان کارول شویو بمونو شمیر ۱۳۳۷ وو.

د ترمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې امریکايي ځواکونه کولای شي چې پر طالبانو باندي بمباري وکړي. د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال امریکایانو یوازې د جگړې په ډگر کي د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه بمبارۍ کولای شوای.

جنرال نیکولسن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ په افغانستان کې يې د ترياکو او هیرویونو د پروسس پر لسو مرکزونو باندي بمبار کړی دی. له دې سره امریکا غواړي د طالبانو د مالي تمویل سرچینه زیانمنه کړي. د مخدرو توکو د پروسس پر دغو کارخانو باندي په هلمند کې B-52 او F-22 ډوله الوتکو بمبار کړی دی. له دې سره نو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې F-22 ډوله الوتکې کارکول کیږي.

د امریکا پوځ همدا اوس په سیمه کې ډیرو پیاوړو وسلو ته لاس رسی لري چې تر دې مخکې د داعش پر ضد جګړه کې ترې کار اخیستل کیدی. امریکا متحد ایالات تل ادعا کوي چې د هوایي برید وسلې یې په تاریخ کې تر ټولو دقیق هدف ویشتونکي دي.

خو په واشنګټن کې د بشري حقونو د څار ادارې مرستیاله اندریا پراسو، په دې باور ده چې د هوایي بمباریو ډیریدل به د ملکي تلفاتو د ډېرښت لامل شي، چې په پایله کې به یې د افغانانو نارضایتي ډیره شي. هغې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ترمپ اداره په دې اړه ډیر واضیح موقف لري چې په اصطیلاح [په افغانستان کې] ملت جوړونه نه ترسره کوي، خو که اصلي تمرکز یې پر پوځي چارو وي نو دغه هیواد به په داسې ځای کې چې په اصل کې دوستان پیدا کړي، دښمنان وموندي.»

په ملکي تلفاتو کې زیاتوالی کیدای شي چې نړیواله ټولنه هم په غوسه کړي. هغوی وختي لا د افغانستان د اوږدې جګړې د ښکیلتیا له کبله تر فشار لاندي دي.

په ۲۰۰۹م کال کې یوه آلماني قوماندان په کندز ولایت کې د یوه هوایي برید امر وکړ چې په پایله کې یې د تیلو دوه ټانکرونه په نخښه شول. په دې پیښه کې د ډیرو ملکي وګړو په ګډون نزدې ۱۰۰ تنه ووژل شول. د دې پیښې له کبله په آلمان کې د دې هیواد د ځواکونو د ماموریت په اړه تاوده بحثونه رامنځ ته شول.

په ۲۰۱۵م کال کې هم په کندز ولایت کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې هوايي برید وشو چې له کبله یې ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دې پیښې هم نړیواله غوسه راوپاروله.

د ترمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر هم لوړیږي چې ډیره برخه به یې د افغان ځواکونو پر روزنه باندي تمرکز وکړي. د پنتاګون ویاند مایک اندریوس، وایي: «هغوی به هرو مرو د لا ډیرو ګزمو له پاره هم دباندې واوسي.»

هغه زیاتوي: «هغوی د افغانانو تر څنګ، له ګواښونو سره مقابله کوي.»

نیکولسن په دې باور دی چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان ۸۰ سلنه نفوس د حکومت تر کنترول لاندي ژوند کوي.

نیکولسن په دې باور دی چې ۲۰۱۸م کال به د افغانستان په جګړه کې د بدلون یوه نقطه وي. نیکولسن وایي چې همدا اوس هم د افغان ځواکونو په منځ کې د تلفاتو شمیر کم شوی دی. د وخت تیریدنه به وښيي چې ایا نیکولسن به په خپلو پلانونو کې کامیاب شي او که نه، خو تاریخ ښيي چې دغه امریکایي جنرال سخت کار په مخکي لري.

(m.s/n.z (AFP