1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په افغانستان کې د ترياکو له تولید سره د مبارزې غوښتنه

۱۳۹۶ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د کارپوهانو په نظر نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ترياکو د مخ پر زیاتیدونکي تولید پر ضد مبارزه ډیره جدي ونیسي. د نشه يي موادو د کنترول نړیوال بورد په دې هکله یو نوی رپوټ خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/2tWhe
Afghanistan Mohnernte in Kandahar
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د مارچ لومړۍ نیټه) د نشه یي موادو د کنترول نړیوال بورد (آی ان سي بي) په خپل دغه نوي رپوټ کې ویلي دي «که چیري په دغه ځای (افغانستان) کې د نا قانونه نشه یي موادو د اقتصاد پر ضد اغیزمن اقدامات و نه شي، نو د دغه هیواد د ثبات د ټینګښت له پاره هڅې به بې اغیزې وي.»

د يادي ادارې په وینا دا خطر شته چې له نه ډاډمنتيا، بې وزلۍ او ترهګرۍ څخه اغیزمن شوی وضعیت هیڅ بدلون و نه مومي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان په نړۍ کي هغه سیمه ده چې زیات کوکنار پکښې کرل کيږي او له هغو څخه بیا وروسته ترياک توليد او هیروین جوړیږي. زیاته شوې ده چې تر ټولو زیات، طالبان له دغه کاروباره ګټه اخلي. د آی ان سي بي د معلوماتو له مخې تیرکال په افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هیکټاره ځمکه باندي کوکنارو کرل شوي ول، چې د ترياکو حاصل یې ۹۰۰۰ ټنه اټکل شوی وو.

په رپوټ کې ویل شوي دي چي د خراب امنیتي شرایطو له کبله د حکومت له لوري یوازې پر۷۵۰ هیکتاره کرل شوی فصل له منځه وړل شوی دی. رپوټ زیاتوي چې «ټول وضعیت ته په کتو سره دغه څه یو ډیر کم شمیر دی.»

دغې ادارې ویلي دي چې د نړۍ حکومتونه باید له افغانستان سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي.

زموږ له آرشیف څخه: