1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د سولې له پاره د چین هڅې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۲, پنجشنبه

چین چمتووالی ښوولی دی چې په سیمه کې سولې ته د لار موندنې له پاره د افغان، پاکستاني او چینایي چارواکو تر منځ یوه درې اړخیزه غونډه جوړه کړي. چینایي چارواکو دغه هیواد ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال دغه وړاندیز مطرح کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DmRl
انځور: Getty Images

دا لومړی وار دی چې چین په افغانستان کې د سولې د ټینگولو له پاره یو گام اخلي. د افغان حکومت چارواکي هیله من دي، چې چین کولای شي پر پاکستان باندې د خپل نفوذ په مرسته د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

دغه هڅې په یوه داسې وخت کې پیل شوي دي چې په پام کې ده د روان میلادي کال تر پایه له افغانستان څخه نړیوال بهرني جنگي ځواکونه ووځي. په دغه ډول شرایطو کې افغانستان او چین تصمیم لري چې خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پسې پراخه کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې چین له پاکستان سره نزدې اړیکي لري او په وینا یې چینایي چارواکي چې په سیمه کې کوم نقش لري، کولای شي په افغانستان کې د ثبات د ټینگښت له پاره ترې کار واخلي. د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر ۱۳مه) له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «زما په فکر دا پر سم او معقول لور یو گام دی. زه امیدواره یم چې پاکستان په دې برخه کې همکاري وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي وایي، له دې سره سره چې چین پر پاکستان باندې نفوذ لري، خو دا هیله چې چین کولای شي په سیمه کې امنیت او ثبات ټینگ کړي سمه نه ده. د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي: «دا چې چین د پاکستان دوست هیواد دی غواړي یو گام پورته کړي، دا گام د دې له پاره پورته کوي چې د پاکستان گټې تر پښو لاندې نه شي. خو زه پر دې باور نه لرم چې چین دې په افغانستان کې ژر سوله رامنځ ته کړي.»

گډ گواښ

د چین په سینکیانگ کې د ایغوري مسلمان لږکیو له لوري د بېلتون غوښتنه د چین امنیت ته یو گواښ دی. څیړونکي وایي چې چین ته د ولسمشر غني د سفر تر مخه، د افغانستان ملي امنیت په سیمه کې د تروریزم د ودې له کبله د امنیتي انديښنو په هکله رپوټ چینایي چارواکو ته سپارلی دی.

ښاغلي سعیدي په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي، ایغوري بیلتون غوښتونکي چې د پاکستان او افغانستان پولې ته څیرمه د ترهگرو په لیکو کې جنگیږي، د چین له پاره یو گواښ دی: «هماغسې چې چین له ایغوریانو څخه په انديښنه کې دی، د یوه دوست په توگه د پاکستان د سلامتیا په هکله هم انديښمن دی.»

ښاغلی قاسمیار هم وایي چې تروریزم د ټولې سیمي له پاره یو گواښ دی او په وینا یې د تندلارو ډلو پر وړاندې مبارزه، د گډې مبارزې غوښتنه کوي: «د دې درک کول چې دا یو گډ خطر دی او که چیرې افغانستان یو ځل بیا د ترهگرو په ځاله واوړي، ټوله سیمه له گواښ سره مخامخوي.»

د رپوټونو له مخې په تیرو دوو کلونو کې طالبانو د بهرنیو جنگیالو په همکارۍ په بدخشان کې پر وردوج ولسوالۍ څو وارې یرغلونه وکړل. وردوج هغه سیمه ده چې کولای شي چین او د منځنۍ آسیا هیوادونو ته گواښ پیښ کړي. څیړونکي وایي چې د چین له لوري د واخان د ترانزیتي لارې د جوړولو د ځنډ یو دلیل د همدغو ترهگرو عبور دی. دغه لار افغانستان او چین سره نښلوي.

له بل اړخه افغانستان او چین د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي. د افغانستان کانونه کولای شي چې د چین ځیني اړتیاوې پوره کړي. په اوسني وخت کې دوه چینایي شرکتونو د مس عینک د استخراج او د آمو سیند د تیولو د استخراج پر پروژو باندې کار کوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار
د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیارانځور: dapd
د سیاسي چارو کارپوه احمد سیعدي
د سیاسي چارو کارپوه احمد سیعديانځور: DW