1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې د ملیکانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي دي

۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبه

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په دوو ولایتونو کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3B8Ef
Afghanistan Talibanangriff in Lashkar Gah
انځور: picture-alliance /AP Photo/A. Khaiq

د پکتیکا د ولایتي شورا مشر بختیار ګل همت، د آلمان خبري آژانس ته ویلي د ي چې په دې ولایت کې شپږ ملکي وګړي د یوه بم د چاودلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. د همت په خبره دغو کسانو له ځان سره دغه بم لیږداوه.

بخیتار ګل همت روښانه کړې ده چې دغو کسانو په جاني خیل ولسوالۍ کې د سړک د غاړې دغه ماین موندلې وو او هغه یې په یوه موټر کې له ځان سره لیږداوه.

له بلې خوا بیا په بادغیس ولایت کې د یکشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو بریدونو لږ تر لږه ۲۱ امنیتي ځواکون وژلي دي. د بادغیس د ولایتي شورا د مشر عبدالعزیز بیګ، په خبره په لومړي پیښه کې د څلور پولیسو او ۱۲ سرتیرو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ امنیتي ځواکونه هغه وخت ووژل شول چې طالبانو په قدیس ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي اډې برید وکړ.

بیګ زیاته کړې ده چې په یوه بله پیښه کې په آب کمري ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې اووه پولیس وژل شوي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. افغان دفاعي قواوو هم بیا په ځواب کې د طالبانو پر پټنځایونو باندې حلمې ډیرې کړي دي چې له کبله یې د دواړو اړخونو تلفات لوړ شوي دي.