1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

«په افغانستان کې رسنيو ته ټاکل شوي اصول يو طرفه دي»

۱۴۰۰ آذر ۱, دوشنبه

طالبانو په خپلو نویو پريکړو کې رسنیو ته یو لړ نوي قوانین وضع کړي دي. د رسنیو مشران دغه اصول یو اړخیزه ګڼي.

https://p.dw.com/p/43KVn
Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د طالبانو له خوا رسنيو ته په استول شوې اعلاميه کې چې اته مادې لري، راغلي دي چې داسې تفرحیې پروګرامونه باید له ټلویزيونو خپاره نه شي چې چاته پکې سپکاوی وشي.

د دغو نویو قوانینو له مخې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا خپره شوې ویل شوي چې خبریالانې دې حجاب وکړي او داسې ډرامې یا سریالونه دې نه خپریږي چې تمثلين یې ښځي وي.

Afghanistan | Journalisten
انځور: Mohammad Jan Aria/Imago Images

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د نویو محدیتونو له مخې هغه سریالونه چې د پیغمبرانو او صحابو تمثیل پکې شوی وي او تصویري بڼه ولري «نشرول يې مطلقاً منع دي».

خو په افغانستان کې د رسنيو مشران بيا وايي چې د طالبانو له خوا اعلان شوي اصول يو اړخيز دي.

د پژواک خبري آژانش مشر دانش کړوخیل وایي چې د طالبانو له خوا وضع شوي قوانین مسلکي کسانو نه دي جوړ کړي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل:  «طالبان باید د نویو اصولو جوړولو له پاره خپلې اړوندې ادارې ولري او د رسنیو له مشرانو سره په مشوره دې قوانین جوړ کړي.»

په افغانستان کې د رسنیو د برخلیک په اړه اندېښنې

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې رسنۍ دې هغه فلمونه نه خپروي چې د شریعت او افغاني ارزښتنونو خلاف وي او دغه راز د پردي کلتور هغه فلمونه دې نه خپروي چې د ټولنې د «بد اخلاقۍ» سبب کيږي.

کړوخيل وايي چې په دغه شان محدويتونو سره به رسنۍ راتلونکې ونلري او د افغاني رسنیو برخلیک به تت وي: »دا پر رسنیو او خبریالانو منفي اغیز کوي او د کومو اهدافو له پاره چې رسنۍ جوړې شوي هغه نه شي ترلاسه کولی.»

په تیرو شلو کلنو کې د رسنیو پراخ فعالیتونه او د بیان آزادي یو له سترو لاسته راوڼو څخه ګڼل کیږي، خو د طالبانو له خوا په دغو نويو اصولو سره د رسنيو مشرانو او خبريالانو ته دا ويره پيدا شوې چې کيدای شي حتی د ځينو رسنيو دروازې وتړل شي.

افغانستان: د طالبانو په راتګ سره لسګونه رسنۍ بندې شوي دي