1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې شاوخوا۸۰۰۰ تنه پر HIV اخته دي

۱۳۹۷ آذر ۱۰, شنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلام کړی دی چې په دې هیواد کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان د «HIV» پر ویرویس اخته دي. نوموړي وزارت د ایډز ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، په دې اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/39FmV
Iran NGO Chatra | Poster
انځور: Chatra

په افغانستان کې د «HIV» ویروس یا ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د پروګرام مسئولين وایې چې په دغه هیواد کې پر ایډز د اخته ناروغانو شمیر شاوخوا ۸۰۰۰ اټکل شوی دی چې د دوی له جملې څخه تر اوسه پورې ۲۵۴۹ تنو یې له دغه وزارت سره ځانونه ثبت کړي دي.

د دغو چارواکو په خبره یوازې ۱۰۰۰ تنه په دوامداره توګه د درملنې له پاره د دوی مرکزونو ته مراجعه کوي، چې ۷۵ سلنه یې نارینه او پاتې ۲۵ سلنه یې ښځې تشکيلوي.

دا چې په ټولنه کې داسې یو تصور موجود دی چې د ايډز ویروس د جنسي اړیکو په نتیجه کې انتقالیږي، نو په افغانستان کې ډیری خلک دې ته زړه نه ښه کوي چې د آزموينې له پاره اړونده کلینیکونو ته مراجعه وکړي.

په دغه هیواد کې ډیري وختونه د نورو معاینو په پایله کې معلومیږي چې یو کس د «HIV» په ویروس اخته دی. په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د کنترول پروګرام مرستیال داکتر رفیق قاضي زاده وایي چې په افغانستان کې د ایډز د انتقال اصلي عامل هغه نشه یې توکي دي چې د پیچکارۍ په وسیله ترې استفاده کیږي.

نوموړی په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د انتقال تر ټولو ډیر موارد د مخدره موادو د هغو استفاده کونکو تر منځ دي، چې د پیچکارۍ یا سورنج په وسیله له دغو موادو څخه استفاده کوي او خپل کارول شوی سورنج یا پیچکاري بیا له نورو ملګرو سره شریک کوي».

خو سره له دې ټولو بیا هم په افغانستان کې داسې باور موجود دی چې د ایډز پر ناروغۍ د اخته کیدو اصلي لامل نامصئونه جنسي اړیکي دي او له همدې امله یو شمیر هغه کسان چې پوهیږي او یا هم شک لري چې د «HIV» پر ویروس اخته دي داکتر ته مراجعه نه کوي.

Afghanistan Drogen HIV
په افغانستان کې د ایډز د انتقال اصلي عامل هغه نشه یې توکي دي چې د پیچکارۍ په وسیله ترې استفاده کیږي.انځور: Don Duncan

همدرانګه په ډیر شمیر هیوادونو کې په ځانګړي توګه په افغانستان کې د ایډز پر ناورغۍ له اخته کسانو سره د بدبینۍ او کرکې احساس هم موجود دی. دا کار هم د دې سبب کیږي چې اخته کسان د درملنې له پاره روغتیایې مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

داکتر رفیق په دې هکله وایې: «تر اوسه پورې په ټولو هیوادونو کې د ایډز د ناروغانو پر وړاندې کرکه او نفرت شتون لري او یو شمیر د همدې بدبینۍ او نفرت له امله نه شي کولی موږ ته مراجعه وکړي. مونږ داسې اطلاعات لرو چې ځينې داسې ناورغان چې د پاکستان سرحد ته نږدې دي پاکستان ته او ځينې نور چې له ایران سره نږدې دي، د درملنې له پاره ایران ته ورځي».

د ایډز ناروغي د انسان د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او عامل یې د «HI» يعنې د معافيتي سيستم د کمزورولو په نوم ویروس دی. که یوه امیدواره ښځه پر دې ناروغۍ اخته وي، په رحم کې یې ماشوم هم پرې اخته کیږي. له همدې امله داکران سپارښتنه کوي چې که امیدواره ښځې د «HIV» یا ایډز د معاينې او درملنې له پاره اړونده روغتیایې مرکزونو ته مراجعه وکړي، نو پر دغه ویروس د ۸۰ سلنه نوي زیږیدونکو ماشومانو د اخته کیدو مخه نیول کیدای شي.

د افغانستان د ایډز د کنترول څانګې د دغه هیواد په پنځو زونونو کې، په ځانګړي توګه ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ایډز په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي دي. د نوموړي پروګرام مسئولین وایې هغه کسان چې له ولایتونو څخه د وقایې له پاره پلازمېنې کابل ته ورځي، د هغو لګښت به هم ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، په ۲۰۱۷ م کال کې په نړیواله کچه یو میلیونه انسانانو د ایډز د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په همدې کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۷  میلیونه انسانان د «HI» پر ویروس یا د ایډز پر ناورغۍ اخته ول، چې د دوی له جملې څخه یو میلیون او ۸۰۰ زره یې په دې وروستیو کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.