1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي افغانان تر درملنې وروسته بیا مخدره توکو ته مخه کوي؟

۱۳۹۴ تیر ۲۳, سه‌شنبه

له مخدره ‌توکو سره د مبارزې وزارت د هغو روږدو کسانو په اړه یوه څیړنه کړې چې تر درملنې وروسته یې یو ځل بیا مخدره توکو ته مخې کړې ده. تر دې وروسته به افغان حکومت د همدې څیړنې له مخې د روږدو کسانو درملنه کوي.

https://p.dw.com/p/1FyRA
انځور: DW/H. Sirat

دغه څیړنه په ۳۹ روغتونونو کې له ۴۶۵ هغو کسانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې له نشو ځان خلاصوي. کابل، هرات، کندهار، بلخ،‌بدخشان او ننګرهار په دې څیړنه کې شامل دي.

د حکومت د معلومات پر بنسټ اوس مهال په ټول افغانستان کې شا او خوا درې نیم میلیونه وګړي په نشو روږدې دي چې د ټول نفوس ۱۱ سلنه جوړوي.

په رپوټ کې د بیا روږدې کیدنې تر ټولو لوی لامل بیکاري په ګوته شوی دی. د دې رپوټ شمیرې ښيي چې له نشو څخه د خلاصون په موخه له درمل شويو کسانو څخه ۲۲ سلنه بیرته له دې کبله په نشو روږدیږي چې بیکاره دي. ۱۹ سلنه درمل شویو کسانو بیا د پخوانیو ملګرو د هڅونې او ۱۶ سلنه هم نشيي توکو ته آسانه لاسرسي له کبله یو ځل بیا په مخدره توکو اخته شوي دي.

په مرکه شویو کسانو کې ۵۵ سلنه یې ویلي دي چې د نشه يي توکو د پرېښودو له لمړۍ ورځې څخه بیا تر نويمې ورځې پورې هغوی بیرته نشو ته مخه کړې دي. دوی یاد مهال د نشې پرېښودو له ‌پاره تر ټولو سخته موده بللې او ویلي یې دي ‌چې په دې وخت کې باید له هغوی څخه سمه ساتنه او پاله وشي. په بیا روږدي شویو کسانو کې ۴۴ سلنه داسې کسان هم شته چې په وار وار تداوي شوي او بیرته یې نشو ته مخه کړې ده.

نشه يي توکي په افغانستان کې لویه ستونزه بلل کیږي او له همدې کبله حکومت پلان لري چې تر دې وروسته د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، عامې روغتیا او ټولنیزو چارو وزارتونه په ګډه د دې ستونزې پر هواري کار وکړي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظمي، د سه شنبې د ورځې په کنفرانس کې چې د یادې څیړنې پایلې په کې خپرې شوې، وویل: «دا څیړنه پالیسي جوړونکو او د خدماتو وړاندې کوونکو ته زمینه برابروي چې په اسانۍ سره د بیا روږدي کیدنې لاملونه پیدا کړي او مرسته کوي چې د هغو پر بنسټ ستونزو ته د حل لار وموندي.»

درملنه او کارموندنه

که څه هم په نشو د بیا روږدي کیدو یو لوی لامل بيکاري په ګوته شوې خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د ټولو تداوي شویو کسانو له پاره د کار زمینه نه شي برابرولی. یاد وزارت زیاتوي چې د کار په ځای به هغوی ته مسلکي روزنې ورکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند، په دې کنفرانس کې وویل چې هغوی به تر ډېره هڅه وکړي چې د تداوي شویو کسانو له پاره په بیلابیلو برخو کې د حرفوي زده کړو زمینه برابره او د کاري ځواک په توګه یې ټولنې ته وړاندې کړي.

مهمند وویل: «موږ د دې له پاره چې د بیکاریو د عواملو مخه ونیسو اړتیا لرو چې د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړو. هغه کسان چې یو ځل بیا روغتیا تر لاسه کوي دولت نه شي کولی ټولو ته د کار زمینه برابره کړي، هغوی باید یو کسب زده کړي او د کار په بازار کې ځان ته مشغولا پیدا کړي.»

د درملنې کم چانس

که له یوې خوا په هیواد کې پر نشو د روږدو کسانو شمیر ډیر لوړ دی او له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې هغوی په یوه کال کې یوازې ۳۵ زره کسان تداوي کولی شي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په نشو د بیا روږدي کيدو ستونزه په ټولو هیوادونو کې یوه جدي موضوع ده او زیاتوي ‌چې په پرمختللو هیوادونو کې هم له ۴۰ تر ۶۰ سلنه تداوي شوي کسان بیا نشو ته مخه کوي.

د عامې روعتیا وزارت مرستیال ډاکتر نعیم جان، په دې اړه وویل: «د هغو بسترونو شمیر چې عامې روغتیا وزارت یې لري د هغو کسانو په پرتله ډېر کم دی چې باید تداوي شي.»

د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښيي‌چې هر کال په نشو د روږدو کسانو شمیر ډېریږي خو مالي او نور امکانات ورته نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب