1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ښځې سپورتي کلبونو ته له تلو څخه منع سوي

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

طالبانو ښځې ورزشې کلبونو ته له ورتګه منع کړي دي. طالبانو دا کار له هغه وروسته کړی چې ښځې تفریحې تفريحي پارکونو ته له تللو منع کړې وې.

https://p.dw.com/p/4JO5t
په ۲۰۱۸ کال کې د کابل په یوه سپورتی کلپ کې د ښځو تمرین
په ۲۰۱۸ کال کې د کابل په یوه سپورتی کلپ کې د ښځو تمرینانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

له هغه وروسته چې طالبانو د تېر کال په اګست میاشت کې واک ترلاسه کړ، نجونې یې  منځینو ښوونځیو او لیسو ته له ورتګ منع کړې او د ښځو پر ازادیو یې هم سخت بندیزونه لګولي دي.

دغه ډلې د سولې خبرو پرمهال له خپلو لومړیو وعدو سره سره ښځې خپلو دندو ته له ورتګ منع کړې او هغوی ته یې امر کړي وو چې پرته له شرعې محرم او بې له عذره  له کور څخه دباندي تګ وه نه کړي. همدا راز یې ښځو ته لارښوونه کړې ده چې داسې جامې واغوندي چې له سر څخه تر پښو پورې پوښلې وي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وویل چې دا بندیزونه  ځکه ولګول سول چې خلکو د ښځو پر وړاندي لارښوونو ته پاملرنه نه کوله او ښځې حجاب نه مراعات کوي.

پخوا به ښځینه ووپه بیلابیلو  ورزشې برخو کې سپورټ کاوه
پخوا به ښځینه ووپه بیلابیلو ورزشې برخو کې سپورټ کاوه انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د یاد وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر وایې سر له همدي اونۍ به ښځې سپورټې کلبونو او پارکونو ته له تګ څخه  منع وي.

هغه وویل چې دغه ډله په تیرو ۱۵ میاشتو کې پدې هڅه کې وه چې د ښځو پر وړاندې د سپورټی پارکونو او سالونونو د بندولو څخه ډډه وکړي. هغه زياته کړه چې په همدی دلیل یې ښځو او نارینو ته جلا ورځې وټاکلې او د نارینه وو او ښځو لپاره یې بیلوالې په نظر کې ونیوه.

آیا طالبان ښځینه دولتي کارکوونکو ته معاش ورکوي؟

مهاجر وویل: «له بده مرغه دغه چارې په نظر کې وه نه نیول سوې او قوانین تر پښو لاندې سول. له دې کبله موږ مجبور سو چې د ښځو ورزشې سالونونه رخصت کړو.»

هغه زیاته کړه: «په ډیری مواردو کې موږ ښځینه او نارینه یوځای په پارکونو کې ولیدل او ښځو حجاب نه وو مراعات کړي، نو موږ مجبور سو او امر مو وکړ چې ټول پارکونه او ورزشې کلبونه د ښځو لپاره وه تړو.»

ده زیاته کړه چې د طالبانو د نظارت ډلې د کلبونو او پارکونو څخه څارنه پیل کړې ترڅو وه پوهیږي چې ښځینه لا اوس هم ورڅخه ګټه پورته کوي او که نه؟

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ښځو چارو ځانګړې استازې الیسون داویدیان پر ښځو دا بندیز وغنده. هغې وویل: «دا یو بل مثال دی چې طالبان ښځې د ژوند له حقونو څخه په دوامداره توګه  منع کوي. »

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

 هغې زیاته کړه: «زه له طالبانو څخه غواړم چې د ښځو او نجونو ټول حقوق او ازادې بېرته ورته ورکړي. »

داسې ښکاری چې د طالبانو په اداره کې چې د کورني او نړیوال مشروعیت لپاره مبارزه کوي او په نړیواله توګه منزوي سوی، سخت دریځو ډير واک موندلی دی.د فوټبال  ۱۰۰ ښځینه او نارینه لوبغاړي له افغانستانه ووتل

په افغانستان کې اقتصادي ځوړ میلیونونه افغانان له لوږی او فقر سره مخ کړل، ځکه چې دغه هېواد ته د بهرنیو مرستو راتګ ډیر کم سوی او پر طالبانو نړیوالو بندیزونو د افغانستان پر خلکو زیات فشار راوړی دی.