1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې یو بل امریکایي سرتیري هم وژل شوی

۱۳۹۷ بهمن ۳, چهارشنبه

د ناټو پریکړند ملاتړ ماموریت د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې یو امریکایي سرتیری په افغانستان کې وژل شوی دی. په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/3C0A7
Afghanistan US-Soldat auf Militärfahrzeug in Herat
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/J. Rezayee

په بیانیه کې راغلي دي چې د دې سرتیري د وژل کيدو موضوع اوس تر څیړنې لاندې ده خو دا نه ده روښانه شوي چې دغه امریکایي کله، چیرې او ولې وژل شوی دی.

له دې سره دا دویم امریکایي پوځي دی چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د طالبانو او امریکا متحده ایالات استازي له دوشنبې ورځې ورځې راهیسې په قطر کې په مستقیمو خبرو اترو بوخت دي. دا له جولای میاشتې راهیسې څلورم ځل دی چې طالبان له امریکایانو سره مستقیمې خبرې کوي چې په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راهيسي رواني جګړې ته د پای ټکی کښیږدي.

که څه هم خبرې روانې دي خو دواړه اړخونه یو پر بل بریدونه ته دوام ورکوي. طالبانو د دوشنبې په ورځ په میدان وردک ولایت کې د ملي امنیت ادارې پر یوه مرکز باندې برید وکړ او درنه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه. امریکا هم ویلي دي چې د خبرو اترو تر څنګ به د جګړې په ډګر کې پر طالبانو باندې فشار جاري وساتي.