1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي یو وخت ډوډۍ ته محتاج دي»

۱۴۰۲ مهر ۲۴, دوشنبه

د خوړو نړیوال سازمان د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهیږي له یوه وخت ډوډۍ نه وروسته د بل وخت ډوډۍ څنګه پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/4XaTb
Afghanistan Kältewelle
فغانستان د هغو لسو هيوادونو په کتار کې دی چې میلیونونه خلک یې  له "بېړنۍ لوږې" سره مخ ديانځور: ATIF ARYAN/AFP

نن د اوکتوبر ۱۶ مه د خوړو نړیواله ورځ ده.
د خوړو نړیوال سازمان د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهیږي له یوه وخت ډوډۍ نه وfoروسته د بل وخت ډوډۍ څنګه پیدا کړي. نن د اوکتوبر ۱۶ مه د خوړو نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ داسې مهال په نړۍ کې لمانځل کیږي چې پهافغانستان  کې میلیونونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او یو وخت ډوډۍ ته اړ دي.

د خوړو نړیوال سازمان  (ډبلیو اف پي) پر خپله ایکس پاڼي لیکلي دي: «د خوړو په نړیواله ورځ نړۍ ته یادونه کوو چې په افغانستان کې  ۱۵ میلیونه خلک نه پوهیږي چې بل وخت ډوډۍ به یې له کوم ځایه راځي.»

یاد سازمان په دغه هیواد کې وروستۍ زلزلې ته په اشارې سره ویلي دي چې د هرات زلزله یو بل جدي ناورین دی. دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې «افغانان سمدستي مرستو ته اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي دي چې افغانستان د هغو لسو هيوادونو په کتار کې دی چې میلیونونه خلک یې  له "بېړنۍ لوږې" سره مخ دي په دې درجه بندۍ کې افغانستان له سوډان وروسته په دویم ځای کې دی.

په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب شي؟