په ايران کي له تاوتريخوالي ډکي مظاهرې
قهرېدلي ځوانان سړکانو ته راوتلي دي. د ايران په ځينو ښارونو کي مظاهرې وار په وار په تاوتريخوالي اوړي. د دې تاوتريخوالي انځورونه دلته کتلای سئ.
هغه ويډيوگاني او خبرونه چي له ايران څخه په ټولنيزو رسنيو کي خپاره سوي دي، ښيي چي په تهران، دماوند، شاهين شهر، اراک، قزوين، ساوه، همدان، کرج، تويسرکان، مراغه، ايذه، بهشهر، کرمانشاه، سنندج، خوی، اليگودرز او څو نورو ښارونو کي له امنيتي ځواکونو سره تاوتريخوالی رامنځ ته سوی دئ.
په ټولنيزو شبکو کي داسي خبرونه خپاره سوي چي وايي مظاهره چيان پر سړکانو باندي د «استقلال، آزادۍ، مرگ پر ديکتاتور» او داسي نور شعارونه ورکوي.
د ايران جمهوررئيس پخپله دوهمه وينا کي د دوشنبې په ورځ وويل: «زموږ ملت يو اقليت او يوه کوچنی ډلې ته چي د قانون او د خلکو د غوښتنو خلاف شعار ورکړي او مقدساتو ته توهين وکړي، ډير ښه ځواب ووايي.»
د ايران د ځينو ښارونو سړکانو او کوڅو ته په زرونو ځوانان راوتلي دي. مظاهرې د پنجشنبې په ورځ لومړی په مشهد ښار کي د بې کارۍ او بيه د لوړوالي پرضد پيل او وروسته ډير ژر نورو ښارونو ته وغځېدلې.
د وروستيو راپورونو له مخي په دغو مظاهرو کي تر اوسه پوري تر ۲۰ زيات انسانان وژل سوي دي.
د ايران د مجلس ځينو استازو هم د تويتر له لارې له خلکو غوښتي دي چي د بېگانه وو په خبرو پسې سر و نه گرځوي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي.
په دې تاوتريخوالي کي تر اوسه پوري ځينو ځايونو ته اورونه هم اچول سوي دي.
په ايران کي په تيرو مظاهرو کي لکه په ۹۶هجري لمریزکال کي هم د مظاهرو پرمهال پر سړکانو ولاړو موټر او دوکانونو ته اور اچول سوی وو. انځور د پخوانيو مظاهرو دئ.
په ټولنيزو رسنيو کي خلکو عامه شتمنیو ته د زيان رسولو پرضد سخت غبرگونونه ښوولي دي.
په ايران کي رسنيو د مظاهرو په پنځمه ورځ ويلي چي، وروسته له هغه چي په ځينو ځايونو کي مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي تر اوسه پوري تر ۲۰ زیات کسان وژل سوي دي.
د وروستيو راپورونو له مخي تر اوسه پوري تر ۱۰۰ زیات مظاهره کوونکي نيول سوي دي.
که څه هم چي دغه مظاهرې د بيو د لوړوالي پرضد په مشهد کي پيل سوې، خو وروسته ډير ژر ځينو نورو ښارونو ته هم وغځېدلې او شعارونو يې بدلون وموند. په دې مظاهرو کي اوس د حکومت ضد شعارونه ورکول کيږي.