1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات پیل شوي

۱۳۹۷ دی ۱۱, سه‌شنبه

د ننګرهار د ولایتي شورا د یوه غړي په وینا افغان پوځ د داعش پر ضد نوي پوځي عملیات پیل کړي دي چې په ترڅ کې یي ۲۷ یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Ar7Q
Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten
آرشیف انځورانځور: DW/Omid Deedar

اسوشیتد پرس، خبري آژانس د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي اجمل عمر، له قوله لیکلي دي چې ځانګړي ځواکونو چې څرخي الوتکو يې ملاتړ کاوه، د دوشنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې پر داعش بريد وکړ. ننګرهار د داعش پوخ سنګر ګڼل کیږي او دوه کاله ترمخه دغي افراطي ډلې په دغه سیمه کې سر راپورته کړ.

د ترهگري ډلي داعش تبلیغاتي آژانس اعماق، ادعا کړې ده چې د افغان او امریکایي ځواکونو ګډ عملیات یي پر شا تمبولي دي.

خو عمر دا خبره تائید نه کړه چې په دغو عملیاتو کې امریکایي ځواکونو هم برخه درلوده که نه. د هغه په خبره په دغو عملیاتو کې د داعش دوه ځایي مشران صدیق یار او سید عمر هم وژل شوي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د سیمې د لیرې والې له کبله له آزادو سرچینو څخه د دغو رپوټونو تائیدول ګران دي.

په افغانستان کې د داعش د څانګې اندازه او قوت چې په ۲۰۱۳م کال کې يې سر راپورته کړ، د څو سوه او څو زرو جنګیالو تر منځ اټکلیږي. دغه ډله د طالبانو له ناراضيانو، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او هغه پاکستاني یاغیان چې له قبایلي سیمو ایستل شوي دي څخه جوړه ده.

په افغانستان کې تاوتریخوالی او امنیتي وضعیت په داسې یوه وخت کې خرابيږي چې د رسنیو په حواله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ښایي له افغانستانه شا او خوا ۷۰۰۰ سرتیري وباسي.

اوسمهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکر مېشته دي چې زیاتره يې د افغان امنیتي ځواکونو د روزني او هغوی ته د سلا مشورو ورکولو دنده لري.

افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴م کال په پای کې د ناټو د جنګي ماموریت تر ختمیدو وروسته د ټول هيواد د امنیتي چارو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. پر دې سربیره د ناټو او د هغه د شریکانو ۷۱۰۰ عسکر هم په افغانستان مېشته دي.