1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په ای پي ایل کې د مجیب الرحمان پر کپتان باندي نیوکي

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

که څه هم په ای پي ایل کې د «کینګس XI پنجاب» لوبډلې چې افغان لوبغاړی مجیب الرحمان هم پکې لوبیږي، خپله لومړی لوبه وګټله، خو بیا هم د لوبډلې پر کپتان باندې نیوکې کیږي. جنجال د یوې ویکتې پر سر دی.

https://p.dw.com/p/3FgFB
Indien Cricket Jos Buttler, Spieler bei Rajasthan Royals
انځور: IANS

د کریکټ مشهورو لوبغاړو د هندوستان په پریمیر لیګ یا «آی پي ایل» کې د کینګس پنجاب پر لوبډل مشر او ورو توپ اچوونکي رویچندرن اشوین، ځکه نیوکې وکړې چې هغه د راجستان رایلس لوبډلې توپ وهوونکی جوز بټلر، وسوځاوه.

جنجال ځکه رامنځ ته شو چې بټلر توپ وهنې ته ولاړ نه وو او اشوین باید پر کریس ولاړ بل لوبغاړي ته توب اچولی وای. کله چې اشوین د توپ اچولو له پاره منډې کړه نو بتلر هم د منډې جوړولو له پاره تر کرښې يو څه واوښت او اشوین د دې پر ځای چې توپ بل لوبغاړي ته واچوي، ودرید او ځان ته نژدې ویکټې یې وویشته.

د لوبغاړو داسې سوځول د کریکټ د قانون خلاف نه دی، خو منتقدین هغه د سپورټي اخلاقو خلاف کار بولي. نامتو توپ اچوونکي شین وارن، چې د «ام سي سي کریکټ نړیوالې شورا» غړی هم دی، د هندوستان پر کریکټ بورد باندې غږ کړی دی چې د اشوین پر ضد اقدام وکړي.

دغه استرالیایي لوبغاړي پر خپله تویتر پاڼه لیکلي دي: «د لوبډلې د کپتان په توګه باید سړی پخپله ستندرد وټاکي. ولې باید سړی د نن شپې په شان له شرمه ډک او ټیټ کار وکړي.»

د اشوین لوبډلې چې افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمان یې هم برخه دی، دغه لوبه د ۱۴ منډو په توپیر وګتله.

تر دې پیښې وروسته، د اشوین پر دې ویکټې باندې په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه وشول. د انګلستان د محدودو اورو لوبې کپان ایوون مارګن، هم پر خپله تویتر پاڼې باندې لیکلي دي: «زه په هغه څه چې وینم یې باور نه شم کولای!»

مارګن زیاته کړه: «دا د ځوانو لوبغاړو له پاره یوه ډیر خرابه بیلګه ده. زه فکر کوم چې اشوین به د وخت په تیریدو پر دې موضوع پښیمانه شي.»

بتلر له میدانه تر وتلو مخکې له اشوین سره څو تودې خبرې هم تبادله کړې. خو داسې ښکاري چې اشوین له خپل اخیستې ویکټې خوښ دی. هغه تر لوبې وروسته خبریالانو ته وویل: «په دې اړه کوم ریښتنی استدلال موجود نه دی.»

دغه ډول ویکټ اخیستو ته د منکاد نوم ورکړل شوی دی. وینو منکاد یو هندي لوبغاړی وو چې په ۱۹۴۷م کال کې یې په استرالیا کې بل برون دوه وارې په همدې طریقه وسوځاوه.

ms/nz (AFP(

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب