په ایران کې د افغان کډوالو یوه ډله راک موسیقي غږوي
د «اسوشیډټ پرس» خبري آژانس په تهران کې د راک موسیقۍ یوې څلور کسیزې ډلې ته خپل پام وراړولی دی. د دغې ډلې دری تنه په ایران کې زیږیدلي دي او یو تن یې په کوچنينوالي کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان څخه ایران ته مهاجر شوی.
«اسوشیډټ پریس» خبري آژآنس په تهران کې د " Arikayn" (اریکین) په نوم د موسیقۍ د یوې ډلې په هکله رپوټ جوړ کړی دی. په دې رپوټ کې راغلي دي چې د موسیقۍ دغه ډله د تمرين له پاره د نجارۍ په یوه کارخانه کې سره راټولیږي.
تریا حسیني، محمد رضایې، حکيم ابراهیمي او اکبر د دې ډلې غړي دي. د ګیتار غږونکې او سندرغاړې ثریا حسیني په ګډون د دغې څلور کسیزې ډلې ۳ تنو یې په ایران کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.
د دغو ځوانانو مېندې او پلارونه هغه کسان دي چې کلونه مخکې له افغانستان څخه ایران ته مهاجر شوي دي.
حکیم ابراهیمي د دې ډلې یوازنې غړی دي چې په افغانستان کې زیږیدلی دی، خو هغه هم په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجر شوی وو.
حکیم ابراهیمي په پیل کې سریزه له ډول یا طبلې سره پيلوي، بیا د ډلې د نورو غړو غږونه د «متالیکا» له موسیقۍ څخه په الهام په دې ډول پورته کیږي «دا افغانستان دی، د انسان ژوند ارزان دی، د جنت لاره له همدې ځای ده، انسان وژنه آسانه ده.»
د دې ډلې غړي د ورځې له خوا د خیاطۍ او نجارۍ په دستګاو کې کار کوي او د شپې له خوا د موسیقۍ تمرینونه کوي.
په ایران کې د دوی ډلې ته د کنسرت د اجراء کولو اجازه نه ورکول کیږي.
حسن نوري د ډغې ډلې په هکله یو مستند فلم جوړ کړی دی. هغه وایې: «د دغې ډلې د غړو برخليک کېدای شوای هم زموږ د ډیرو نورو همصنفیانو او دوستانو په شان وای چې مزدورۍ ته یې تن ورکړی دی او شاید هم د خپلو پلرونو په شان شوي وای. خو دوی له نورو بل ډول ول. دوی مجبوره وو مزدوري وکړي، خو کارګرۍ ته یې تن نه ورکاوه. دوی ځان ته زما په څیر په مسلکي ډول خيالي دنيا جوړوي.»