په ایران کې د پزې جراحۍ ته تقاضا ډیره شوې
تهران په اصطلاح «د پزې د جراحې نړیوال پلازمېنه» بلل کیږي. د پلاستیکې جراحۍ د ټولنې ریئس په وینا هره ورځ په تهران کې د پزې د جراحۍ ۳۰۰ عملیاتونه ترسره کیږي. په دې اړه نور معلومات په انځوریز رپوټ کې.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې له پلاستیکي جراحۍ سره د ایراني میرمنو لیوالتیا موضوع ته اشاره کړی ده. په دې انځور کې د تهران په یوه کلینک کې هغه میرمنې لیدل کیږي چې د جراحۍ عملیاتو له پاره انتظار باسي.
اخیرا ابوالحسن امامي د " پلاستیکي جراحۍ د ټولنې" ريئس د "ایلنا" خبري آژآنس ته ویلي دي: «هره ورځ په تهران کې د پزې د ښکلا د جراحۍ نږدې ۳۰۰ عملیاتونه ترسره کیږي.
په تهران کې د " پلاستیکي جراحۍ د ټولنې" ریئس په خبره په ایران کې د پزې د جراحۍ عمل په یو دود بدل شوی دی.
ابوالحسن امامي وایې «یو شمیر داکتران د جراحي عملیاتو په ځانګړي توګه د پزې د ښلاء د ترویج او تبلیغ په برخه کې د پروګرامونو په جوړولو او تجارتي اعلانونو ډیرې پيسې مصرفوي.»
په همدې اړه پلاستیکې جراح بابک ساعدي د "ایلنا" خبري آژآنس ته ویلي دي چې په ایران کې د مخ ښایسته کولو جراحۍ ته تقاضا ډیره شوې ده.
مخکې تر دې د رویټرز خبري آژآنس په خپل یوه رپوټ کې تهران د «پزې د جراحي عملیاتو نړیوال پایتخت» بللی وو.
په قاطعیت سره نه شي ویل کیدای چې د ایران په نجونو کې د پزې جراحي یوه مثبته او که منفي پدیده ده. که له یوې خوا د لا زیات ښلاء له پاره کوښښ د ایران په ټولنه کې د شخصي تمائلاتو یوه مثبته نښه ګڼل کیږي، بل لور ته یو شمیر ټولنپوهان د پزې د جراحۍ انقلاب په ایراني ټولنه کې د افرادو په خپل نفس د اعتماد کمیدو نښه بولي.
د پزې د جراحۍ کچه، که هغه مثبت او یا هم منفي ؤ ارزول شي، ایران یې په نړۍ کې د پزې د جراحۍ پلازمېنه ګرځولې. هر کال په ایران کې شاوخوا ۸۰ زره د پزې د جراحۍ عملیات ترسره کیږي، چې دغه رقم هر کال لوړیږي.
د دې له پاره چې داکتران د ښلاء په خاطر د پلاستیکي جراحۍ عمل ترسره کولو له پاره ډیرې پيسې اخلي، له نجونو څخه د ناوړه استفادې امکان هم په دغه هیواد کې لوړ دی. مخکې تر دې د " پلاستیکي جراحۍ د ټولنې" ريئس نجونو ته سپارښتنه کړې وه چې د عملیاتو له پاره د داکتر په انتخاب کې له دقت څخه کار واخلي.
د هغه داکتر په هکله باید په کافي اندازه معلومات ترلاسه کړای شي چې غواړي پرې عملیات وکړي. د بیلګې په توګه آیا نوموړی داکتر خپله تحصیلي دوره په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده، آیا حد آقل څلور کاله یې د عمومي جراحۍ په برخه کې زده کړې کړي دي او همدارنګه په کافي اندازه تجربه ولري.
د " پلاستیکي جراحۍ د ټولنې" له خوا د داکتر د انتخاب په برخه کې په کافي اندازه معلومات او سپارښتنې وړاندی شوي دي ، تر څو دغه حساس عملیات پر یو د اعتماد وړ داکتر ترسره شي.