1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې زلزلې تر ۶۰۰ زیات کسان ټپیان کړي

۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبه

د یکشنبې په ماښام د ۶،۴ درجې یوې زلزلې د ایران کرمانشاه ولایت لړزولی دی. په لومړي سر کې د دغه ولایت چارواکو د په لسونو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړي وو. په دغه ولایت کې پوهنتونونه او ښوونځي رخصت کړی شوي دي.

https://p.dw.com/p/38tiA
Iran Erdbeben in Kermanshah
انځور: roozame

د یکشنبې په ماښام زلزلې له کبله د ټپيانو شمیر ۶۳۴ تنو ته رسیدلی دی. د کرمانشاه ولایت د طبي علومو پوهنتون د معلوماتو له مخې د دوشنبې تر سهاره (۲۰۱۸م کال د نومبر ۲۶مه) ۳۰۰ کسانو د سرپل ذهاب، د درملنې مرکزونو ته مراجعه کړې ده. د ایسنا د خبري آژانس د رپوټ له مخې د دغه ولایت اړونده چارواکو د زلزلې مرکز کرمانشاه یاد کړی دی. په تیر میلادي کال کې هم په دغه ولایت کې زلزله شوې وه. د اړوند چارواکو په خبره تر زلزلې وروسته نورې ۱۲۵ کوچنۍ زلزلې هم رامنځ ته شوي دي.

زلزله د یکشنبې په ماښام وشوه چې د ریشتر په مقیاس یي شدت ۶،۴ درجې وو. دغه زلزله د سرپل ذهاب په ۱۷ کیلومترۍ کې د ایلام او کرمانشاه په ولایتونو کې شوې ده.

Iran Erdbeben in Kermanshah
انځور: entekhab

دغه زلزله تر ټولو زیات د کرمانشاه، ایلام، لرستان او همداشان د تبریز په ښارونو کې احساس شوې ده. د تهران پوهنتون د جیو فزیک ادارې له قوله ویلي دي چې زلزله د ځمکې له سطحې د اووه کیلومترو په ژوروالي کې رامنځ ته شوې ده.

د سرې میاشتې د مرستو او ژغورنې د چارو مرستیال مشر شاهین فتحي، له ایسنا سره په خبرو کې ویلي دي چې د سرې میاشتې د ارزونې ټیمونه زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي.

له کرمانشاه څخه د تسنیم، خبري آژانس د رپوټ له مخې د ۶،۴ درجې زلزلې تر رامنځ ته کیدو وروسته په کرمانشاه ولایت کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه رخصت کړل شوي دي.

Iran Erdbeben in Kermanshah
انځور: tnews

د کرمانشاه ولایت مرستیال والي سالاري، ویلي دي: «ټولې مواصلاتي لارې پرانیستي دي او په درو سره ښارونو کې برق وصل شوی دی. په ځینو ښارونو او کلیو کې ودانیو ته زیان اوښتی دی چې د زیان ارزولو له پاره ټیمونه دغو سیمو ته استول شوي دي.»

د تیرکال په اکتوبر میاشت کې د ۷،۳ درجو په شدت یوې زلزلې سرپل ذهاب او د کرمانشاه لویدیځ لړزولي وو، چې په پایله کې یي ۶۲۰کسان ووژل شول او ۲۸۶ نور ټپیان شول. دغې زلزلې تر زرو زیاتو ودانیو ته زیان اړولی وو.

په کرمانشاه کې تر تیرکال زلزلې وروسته، تر اوسه په دغه ولایت کې تر پنځو زرو زیاتې کوچنۍ زلزلې ثبت شوي دي.