1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بامیان کې له کوره د تېښتې ۵۰ پېښې حل کړل شوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

د بامیانو د ښځو ریاست ویلي چې له کوره د تېښتې ۵۰ پېښې یې حل او ۱۰۰ هلکان او نجونې یې سره واده کړی. چارواکي وایي چې په تیرو دوو کلونو کې له کوره د واده په نیت د تېښې تر ۵۰ ډیرې قضیې د ښځو په ریاست کې ثبت شوې دي.

https://p.dw.com/p/3Ke4X
Frauen Gesichtsschleier Burka Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/A.Karimi

د بامیانو د ولایت د ښځو د چارو ریاست مشري عزیزې احمدي، دویچه ویله ته وویل چې په تیرو درو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۲ قضیې ثبت شوې دي چې په ډله کې یې ۱۳ له کوره د تیښتې قضیې هم شاملې دي.

د میرمن احمدي په خبره ناوړه رواجونه، لوړ ولور، په بدو کې د نجونو ورکول، په وادونو کې نجلۍ د خوښې نه په پام کې نیول او اجباري ودونه له کوره د واده په نیت د ډیرو نجونو او هلکانو د تیښتې لامل کیږي. دغه نجونې او هلکان بیا وروسته په امنو کورونو کې ژوند ته اړیږي.

د بامیانو د ښځو ریاست سرپرستې وویل چې دغه اداره د محکمې، علماو شورا او محلي شوراګانو په مرسته په دې توانیدلې ده چې په تیرو دوو کلونو کې له کوره د تیښتې ۵۰ قضیې حل کړي او په دې ترتیب سره سل نجونې او هلکان سره واده کړي. هغې وویل: «له کوره د تیښتې ډیری ودونه بریالي وو. خو په ډله کې یې یو کم شمیر دغه شان ودونه ناکه هم شول چې بیا په کورني تاوتریخوالي او یا هم طلاق پای ته ورسیدل.»

که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر خوندیتوب او د هغوی د حقونو پر ساتنه ډیرې پیسې لګیدلي دي، خو اوس هم په دې هیواد کې ځینې ښځې د ناروینه وو له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د بامیانو د ښځو چارو ریاست په حواله په روان لمزیز کال کې د ښځو د تاوتریخوالي ۳۲ پيښې او په تیر لمریز کال کې ۱۱۴ دغه شان پیښې د دې ریاست له خوا ثبت شوې دي. په دې ډله کې شاوخوا ۴۰ سلنه له کوره د تیښتې موضوعګانې شاملې وې.

یوه نجلۍ چې تیر کال د کورني تاوتریخوالي او اجباري واده په پایله کې له کوره تیښتې ته اړ شوه، او بیا یې یوه امن کور ته پناه یوړه، وايي: «مور او پلار مې غوښتل په زوره ما یوه کس ته واده کړي. هغه چندان ښه اخلاق نه لرل. له خپلې کورنۍ سره هم چندان ښه نه وو. که څه هم چې عمر یې ډیر نه وو، خو د خپل اخلاق له کبله یې نه شوای کولای زما د ژوند نارینه ووسي ... له دې کبله چې هغه مې نه خوښیده، له کوره وتښتیدم او اوس مې د ژوند وضعیت ښه دی.»

دغې نجلۍ لږ موده مخکې له یوه بل کس سره واده کړی دی. هغه او میړه یې وایي چې هلک او نجلۍ د دې حق لري چې خپل د ژوند شریک انتخاب کړي نو له دې کبله باید کورنۍ هغوی ته د خپلې راتلونکې د انتخاب حق ورکړي.

له کوره د تېښتې عواقب

ډیر شمیر ځوانان له دې کبله له کوره تېښتې ته اړیږي چې د کورنۍ او یا هم ناوړه دودونو له کبله په ستونزو کې وي. فعالان وایي چې له کوره د تېښتې پریکړه که څه هم ځینې وختونه د دې لامل کیږي چې نجلۍ یا هلک ځان له یوې ناسمې پریکړې بچ کړي، خو هغوی ټینګار کوي چې دغه پریکړه بیا ځینې وختونه په لوړه بیه هم تمامیدای شي.

ځینې نجونې چې له کوره تښتېدلي دي تر دې پریکړې وروسته له ستونزو سره هم مخامخ شوي. د مدنې ټولنې د شبکې همغږي کوونکي اسماعیل ذکي، دویچه ویله ته وویل چې له کوره د واده په نیت تېښته جرم نه دی، خو دغه کار ډیرې منفي پایلې لرلی شي.

ډیر شمیر هغه نجونۍ چې په بامیانو کې له کوره تښتې د ۱۵ او شلو کلونو تر منځ عمر لري. حقوق پوهان وایي چې له کوره تېښته له اخلاقي جرمونو سره مل نه وي، نو جرم نه شي بلل کیدای.

اسحاق اکرمي

زموږ له آرشيف څخه: