1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کې د طالبانو له سیمو د خلکو تېښته

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۱, شنبه

د بدخشان په ۱۲ولسواليو کې طالبان او بهرني جنګيالي حضور لري. د دغو سيمو ځيني اوسيدونکي له خپلو کورونو وتلي دي. ولي بدخشان د طالبانو د فعاليت ځای گرځېدلی؟ او ولي دغه ولايت ورته اهميت لري؟

https://p.dw.com/p/3IKtH
Afghanistan Erdrutsch Naturkatastrophe Badakhshan Provinz
انځور: picture alliance/dpa

د بدخاشن د زيباک ولسوالۍ يو اوسيدونکی چې اوس مرکز فيض آباد ښار ته ګډه شوی دی، وايي چې د دغه ولايت هغه سيمې چې د طالبانو په کنترول کې دي، وضعيت پکښې ډير خراب دی. د مدني ټولنې دغه فعال چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې خپور شي وويل: «په وردوج ولسوالۍ کې سربيره پر دې چې له خلکو عشر او ذکات اخيستل کيږي، بايد طالبانو ته ډوډۍ او خوراکي مواد هم ورکړي.» هغه زياته کړه: «يو څوک چې د خپل ځان او کورنۍ لګښت برابر نه شي کړای، څنګه کولای شي لس يا پنځلس طالبانو ته ډوډۍ ورکړي؟»

هغه وايي ستونزي نوري هم شته: طالبان له هغو کسانو څخه چې د حکومت تر کنترول لاندې سيمو ته يې سفر کړی وي د معلوماتو پوښتنه کوي چې هلته د دولتي ځواکونو ضعيت څرنگه دی؟ آيا ښه تجهيز او سمبال ول که نه او داسې نور.

د بدخشان دغه اوسیدونکی وايي دغه وضعيت د دې لامل شوی چې يو شمير هغه خلک چې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې ژوند کوي، خپل کورونه پريږدي او نورو سيمو او حتی ولایتونو ته گډه شي. د هغه په وينا د کران او منجان ولسوالۍ ډير اوسيدونکي پنجشير ته تللي دي.

د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري وايي يمګان او وردوج ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې دي، اوسيدونکي يې د طالبانو د ظلمونو او فشارونو له وجې خپل کورونه پريښي، بهارک او جرم ولسواليو ته تللي دي. هغه زياتوي چې جرم، ارغنجخواه، تګاب، او کران و منجان ولسوالۍ هم له يو څه امنيتي ګواښ سره مخامخ دي خو امنيتي ځواکونه يې ساتنه کوي.

د بدخشان د ولايتي شورا منشي احمد جاويد راغي وايي د دغه ولایت د ۱۲ ولسواليو له ۴۰ تر۷۰ سلنې پورې سيمې د طالبانو په کنترول کې دي. هغه نیوکه کوي چې تر اوسه د طالبانو د ځپلو په موخه پراخ پوځي عمليات نه دي شوي. خو د والي وياند وايي کله چې پوځي عمليات پيل شي، طالبان د خلکو په کورونو کې سنګرونه نيسي چې له امله يې عمليات له خنډ سره مخامخ کيږي.

په بدخشان کې بهرني جنګيالي

د نظري په وينا په بدخشان کې تر۲۵۰ پورې بهرني جنګيالي شته چې د چين د ايغور، تاجکستان او عرب دي. د هغه په خبره دوی تر ډيره ځايي طالبانو ته روزنه ورکوي.

خو د دغه ولايت د ولايتي شورا منشي جاويد راغي بيا په بدخشان کې د بهرنيو جنګياليو شمير د ۳۰۰ او ۴۰۰ تر منځ ښيي. هغه وايي دغه افراد د ازبکستان، قزاقستان، پاکستان او تاجکستان هیوادونو او د چين له اويغور دي: «طالبان له بهرنيو جنګياليو سره همکار دي. په بدخشان کې ټول جنګي پلانونه بهرني جنګيالي جوړوي او په جګړه کې هم عملاً حضور لري.» راغي وايي د ځايي طالبانو شمير تر ۲۰۰۰ پورې رسيږي.

ولې بدخشان؟

بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې د پاکستان، چين او تاجکستان سره ګډي پولې لري. دغه ولايت سربيره پر دې چې طبيعې زيرمې او کانونه لري، اراضي يې د چريکي جګړو له پاره مساعده ده. د بدخشان د ولايتی شورا منشي جاويد راغي په خبره، دغه ولايت د استخباراتي جګړې له پاره ډيري مهمې او پيچلې سيمې لري. په همدې دليل طالبانو دغه ځای خپل د جنګي مرکز په توګه انتخاب کړی دی.

د بدخشان د والي وياند وايي چې دغه ولايت له پاکستان سره پر ګډ سرحد پروت دی او د پراخو سيمو په لرلو سره طالبان کولای شي خپل فعاليتونه پکښې په ښه توګه پر مخ يوسي. دوی کولای شي په بدخشان کې افراد جلب کړي، هغوی ته روزنه ورکړي او له دغه ځايه په ګاونډيو ولايتونو کې د جګړې رهبري وکړي.

د والي وياند وايي بهرني جنګيالي له خپلو هيوادونو پټ راوځي او بدخشان ته یې د داخليدو مخنيوی يو سخت کار دی.

د تجهيز او تمويل سرچينې

Afghanistan Lapislazuli
انځور: picture alliance/CPA Media Co. Ltd

طالبان له نژدې يوې لسيزې راهیسې نه يوازې د تارياکو له پیسو، بلکي د کانونو د غير قانوني استخراج څخه هم مالي ګټې اخلي. جاويد راغي وايي طالبان په خپله عملاً کانونه نه استخراجوي، خو لاس پکې لري او له خلکو حق اخلي.

هغه وايي: «د بدخشان د لاجوردو بيه کښته ده، خو بيا هم د طالبانو له پاره يوه لويه مالي سرچينه ده. د راغستان د طلا له کانه هم ګټه اخلي. په کوهستان ولسوالۍ کې د طلا او په يفتل بالا ولسوالۍ کې د لاجوردو کان دی، همدا شان د کران او منجان ولسوالۍ څخه هم عوايد ترلاسه کوي.»

خو د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري وايي چې د طالبانو تمويل او تجهيز په معمول ډول له ګاونډي هيواد پاکستان څخه کيږي؛ کومه ادعا چې افغان حکومت تل کړې خو د پاکستان له خوا رد شوې ده.

نظري وايي: «موږ په بدخشان کې د طبيعې زيرمو دوه کانونه (طلا او لاجوردو) لرو چې اوس نه د دولت او نه هم د کومې ډلې له خوا استخراجيږي. د استخراج چارې په بشپړه توګه ولاړې دي.»

خو د بدخشان ولایت یاد مدني فعال د والي د وياند خلاف وايي: «د بدخشان د لاجوردو کان اوس د طالبانو په ولکه کې دی او استخراج يې روان دی. د دې ترڅنګ چې طالبان د کانونو په استخراج کې له ملکيانو کار اخلي، ځيني خلک پخپله هم هلته ورځي، هلته کار کوي او مزد ترلاسه کوي.»

د داعش له نفوذه انديښنې

داعش د افغانستان په ختيځو ولايتونو، ننګرهار او کونړ کې حضور لري. بدخشان هم سويل لور ته له کونړ سره پر ګډه پوله پروت دی چې دغي مسئلې په بدخشان اندېښنې زياتي کړي دي.

د ولايتي شورا غړی جاويد راغي وايي: «که چيري له طالبانو علاوه، داعش هم د کونړ او نورستان څخه بدخشان ته لار پيدا او نفوذ وکړي، دا به په بدخشان کې يو لوی ناورين رامنځ ته کړي.»

د والي وياند هم له ګاونډيو ولايتونو بدخشان ته د داعش جنګياليو نفوذ، د يوې «ستونزې» په توګه ياد کړ.

پ.ع/ ع ف/ م ک ص/ ن ز

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: