1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کي حکومتي بحران

۱۳۹۷ تیر ۱۱, دوشنبه

د یکشنبې په ورځ محافظه پاله ائتلافي ګوندونو مسيحي سوسیال اتحاد او مسيحي دیموکرات له مهاجرو سره د چلند په برخه کې د موجوده کړکیچ د ختمولو هڅه وکړه. خو داسې معلومیږي چې دغه بحثونه د یوې نامعلومې پایلې پر لور روان وي.

https://p.dw.com/p/30fVG
Spitzentreffen von CDU und CSU
انځور: picture-alliance/dpa/T. Hase

آلمان اوس یو ډراماتيک سیاسي وضعیت تجربه کوي. په دې لوبه کې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل چې د مسیحي دیموکرات(CDU) ګوند مشره ده او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر چې د مسیحي سوسیال اتحاد(CSU) ګوند مشر دی عمده رول لوبوي.

اساسي پوښتنه دا ده چې آیا هغه مهاجر چې د اروپایې اتحادیې په نورو غړو هیوادونو کې ثبت او راجستر شوي دي، هم هلته په سرحد کې یې آلمان ته د داخلیدو مخه ونيول شي؟ زیهوفر د دې نظر پلوي او میرکل یې مخالفت کوي.

نوموړې پر ملي حل لارې ټینګار کوي، خو کیدای شي دا په اروپایې کچه هم وي. د جمعې په ورځ د اروپايي ټولني تر سرمشریزې وروسته، د لږ شیبې له پاره داسې فکر کیده چې کیدای شي دا به د دواړو خواو له پاره د منلو وړ یو سازش وي.

د میرکل په اند هغه له بروکسل څخه خوشحاله راستنه شوې ده چې د پناه غوښتونکو د بیرته اخیستلو په اړه یې د ۱۴ هیوادونو موافقه ترلاسه کړې. له همدې امله د میرکل د ګوند د مديره هيئت په غونډه کې د هغې ستاينه هم وشوه.

په نورو هیوادونو کې د ثبت شوو مهاجرو د بیرته اخراجولو په اړه د زیهوفر تهدیدونه اوس هم برحاله او په اصطلاح د میز پر سر دي، په ځانګړي توګه د هغو مهاجرو په هکله چې د اتریش د سرحد له لارې د آلمان بایرن ایالت ته راغلي دي. ډیر پناه غوښتونکي د همدې سرحدي پولي له لارې آلمان ته ننوزي.

اعلان شوی مطبوعاتي کنفرانس لغو شو

که څه هم د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرې انګلا میرکل له نظره د بروکسل سرمشریزه د هغې له پاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو د هغه د متحد مسیحي سوسیال اتحاد ګوند له پاره دغه سرمشریزه یو فریب ورکوونکې بسته یا پاکټ دی.

په اصل کې موضوع د مشخصو هیوادونو د نظر د وضاحت پر سر وه. پولند، چک جمهوريت او هنګري هیوادونو حتی په دې اړه د اړونده موافقتنامو له موجودیت څخه انکار وکړ.

په دغه مبهم او متضاده شخړیزه غونډه کې چې د شنبې په ورځ د صدارت په ماڼۍ کې د لومړۍ وزیرې او زیهوفر تر منځ ترسره شوه، کومه ګډه حل لاره رامځته نه شوه. تمه کیده چې د یکشنبې ورځې په ناسته کې به یوه موافقه رامنځته شي. د CDU او CSU ګوندونو د جلا جلا غونډو په ترڅ کې د بروکسل په غونډه کې د رامنځته شوي جوړجاړې په هکله بحث وکړ.

Archiv - Angela Merkel und Horst Seehofer
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفرانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

په همدې ورځ د ماښام له پاره د یوه مطبوعاتي کنفرانس د ترسره کیدو اعلان وشو چې ټاکل شوې وه په هغه کې به د غونډې د پایلو په هکله معلومات له رسنیو سره شریک شي. خو په دواړو ښارونو کې خبریالان د شپې ناوخته پورې تر انتظار وروسته بیرته تش لاس ستانه شول.

په همدې منځ کې د آلمان خبري آژانس  (dpa)خبر ورکړ چې داسې اوازي دي چې د کورنیو چارو وزیر زیهوفر غواړي استعفاء وکړي.

دا پوښتنه چې بالاخره څوک به د دغې سیاسي لوبې ګټونکی شي، د ګاونډیو اروپایې هیوادونو له پاره چې په ډیرې بی صبرۍ سره په آلمان کې د مهاجرت د کړکیچ له امله رامنځته شوی ډراماتیک وضعیت څاري بی ځوابه پاتې ده.

خو سره له دې هم د شپې تر نیمایې پورې غځول شوي خبرې اترې بی له نتیجې پای ته ورسیدلې. له مونشن څخه  شخصاً د زیهوفر له خوا په رسمي ډول د هغه د استعفاء د تائیدۍ په هکله څه وا نه وریدل شول.

د حکومتي ائتلاف د پای اټکل کیدای شي

په لومړي سر کې شاید له میرکل سره موافقې ته د رسیدو هڅه وشي. ټاکل شوی ده چې په بایرن ایالت کې به د روان کال په مني کې ایالتي ټاکنې ترسره شي. ویل کیږي چې په دغو ټاکنو کې به د زیهوفر مسیحي سوسیال ګوند خپله سیاسي راتلونکي د سوسیال دیموکرات ګوند له وابستګۍ څخه خلاص کړي.

د مهاجرت کړکیچ په برخه کې تر بریالیتوب وروسته معلوميږي چې د میرکل ګوند په واضح ډول د خپلې مشرې تر شا ولاړ دی.

په هغه صورت کې چې مسیحي سوسیال ګوند د خپل مشر(هورست زیهوفر) له استعفاء سره له حکومتي ائتلاف څخه ووزي، نو میرکل به اکثریت له لاسه ورکړي او بیا نو باید په آلمان کې نوي ټاکنې ترسره شي.