1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کې يو مسجد د «ترهگرۍ د مالي تمويل» په شک پلټل شوی

۱۳۹۷ آذر ۲۷, سه‌شنبه

په پلازمينه برلين کې پوليسو د ترهگرۍ پر ضد د سترو عملياتو په ترڅ کې پر څو ودانيو چاپې وهلي دي. پر يوه امام په سوريه کې يوه اسلامپالي جنگيالي ته د «تروريستي فعاليتونو» د ترسره کولو له پاره د پېسو د ليږدولو شک کيږي.

https://p.dw.com/p/3AImJ
Berliner Moschee durchsucht
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د څارنوالانو په حواله پوليسو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۸نيټه) په برلين کې پر يوه مسجد او ځينو نورو ودانيو د ترهگرۍ د تمويل په شک چاپې وهلي دي.

په دې چاپو کې چې په ترڅ کې یې د برلين د ويدنگ سيمې الصحابه مسجد هم وپلټل شو، جنايي ايالتي پوليسو، استخباراتي افسرانو او د پوليسو ځانگړو ځواکونو هم برخه اخيستې وه.

په شکمنو کسانو کې يو تن د احمد. ای په نوم پيژندل شوی چې په ياد مسجد کې د عبدالباره په نوم تبليغ کوي.

څارنوالانو د تويتر له لارې ويلي دي چې پر دغه ۴۵ کلن شک کيږي چې په سوريه کې يې يوه اسلامپالي جنگيالي ته «د ترهگريزو فعاليتونو د ترسره کولو له پاره د پوځي وسايلو د رانيولو په موخه» پېسې استولي دي. 

Berliner Moschee durchsucht
الصحابه په نوم مسجد هم د عملياتو په ترڅ کې وپلټل شوانځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

چارواکو د دې عملياتو په هلکه نور جزيات نه دي خپاره کړي او نه یې په دې اړه معلومات ورکړي چې دغه پېسې کله انتقال شوي دي.

د برلين د مورگن پوست په نامه ورځپاڼې په حواله الصحابه مسجد د آلمان د کورني استخباراتو تر نظارت لاندې دی او د آلمان د افراطي سلفيانو يو مهم مرکز بلل کيږي.

دغه مسجد په ۲۰۱۰ م کال کې د يوه مصري الاصله آلماني رضا صيام په مالي مرسته جوړ شوی چې د ورځپاڼې په حواله پرې د بالي په تروريستي برید کې د لاس لرلو تور لگول کيږي. نوموړی بيا وروسته سوریې ته ولاړ څو هلته د داعش ډلې د «زده کړو د وزير» په توگه کار وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: