1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کې د «محمد» نوم پر سر جنجال؛ خبره څه ده؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

په وروستیو وختونو کې د «محمد» نوم د آلمان په برلین ایالت کې پراخ بحثونه راوپارول او آن ترې سیاسي استفاده وشوه. خو قضیه په اصل کې څه ده او ولې دا موضوع جنجالي شوې؟

https://p.dw.com/p/3I7eu
Symbolbild - Kleinkinder in Kita
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

«د آلمان د ژبې انجمن» چې له سیاسي لحاظه یو بې طرفه سازمان دی، د تیر پنجشنبې په ورځ په آلمان کې د نویو زیږدلو ماشومانو له پاره د تر ټولو مشهورو نومونو په اړه خپلې کلنۍ څیړنې پایلې خپرې کړې. دغه رپوټ په آلمان کې د ثبت احوال نفوس د تر۷۰۰ ډیرو ادارو د معلوماتو پر اساس چمتو شوی وو.

د رپوټ موندنې ښيي چې تیرکال په آلمان کې د نجونو له پاره تر ټولو مشهور نوم «ماري» او د هلکانو له پاره بیا تر ټولو مشهور نوم «پاول» وو. په دې درجه بندي کې پر ماشومانو باندې ټول ایښودل شوي نومونه په پام کې نیول شوي دي.

خو دغه عادي او معمولي رپوټ ډیر ژر د سیاسي ابزار او جعلي خبرونو له پاره وکارول شو. دا ځکه چې په برلین کې د ۲۲۰۰۰ زیږدیدلو ماشومانو په ډله کې د ۲۸۰ تنو په نومونو کې یې د «محمد» یو ډول لیکدود کارول شوی وو.

د رسنیو هیجان

د برلین د «تاګس شپیګل» ورځپاڼې د دې رپوټ په اړه تر دې عنوان لاندې مضمون خپور کړ: «محمد تر کارل-هاینس مشهور دی». د بریتانیا «دیلي میلی» ورځپاڼې هم پرته له دې چې جزئیات ورکړي، ولیکل: «د آلمان د ۱۶ ایالتونو له ډلې څخه په شپږو کې یې محمد د هلکانو د لسو مشهورو نومونو په ډله کې دی».

الیس وایدل، د آلمان له پاره بدیل ښی اړخي ګوند غړې چې په پارلمان کې د دې ګوند د استازو له دوو مشرانو څخه یوه هم ده ډیر ژر پر خپله تویتر پاڼه باندې د «بیلد» ورځپاڼې یو رپوټ خپور کړ او ویې لیکل: «ښه نو داسې! تیر کال په برلین کې هغه نوم چې د نویو زیږدلو هلکانو له پاره ډیر کارول شوی دی، محمد دی. په بریمن کې هم دغه [نوم] د لسو مشهورو نومونو په ډله کې دی. یو مخ په پراخیدونکی بهیر... »

د آلمان له پاره بدل ګوند د برلین څانګې هم پر خپله تویتر پاڼه باندې د دې رپوټ په اړه یو انځور خپور کړ چې پکې یوه پوړنې لرونکې ښځه زده کوونکو ته درس ورکوي او د ټولګي پر تورې تختې لیکل شوې دي: «د اسلامي کیدو مخنیوی: یوازي د آلمان له پاره له بدیل ګوند سره!»

خو د سوسيال ديموکرات ګوندې سیاستواله ساوزان چبلي، چې فلسطیني ریښې لري د آلمان له پاره بدیل ګوند د دې کار په ځواب کې ولیکل: «زما د پلار نوم محمد دی. زما نوم ساوزان محمد چبلي دی. زما مشر وراره هم محمد نومیږي... موږ هڅه کوو چې دغه نوم هیڅکله هم ورک نه شي!»

تویتر بیا د هغه الګاریدم له مخې چې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي له پاره جوړ شوی دی د میرمن چبلي، حساب په موقتي توګه وتاړه.

له محتوا څخه د یوې موضوع برجسته کول

د آلمان د لایپڅيگ په پوهنتون کې د نوم ایښودلو د څانګې څیړونکې، ګابریله رودریګز، دویچه ویله ته وویل چې «د آلماني ژبي انجمن» نه دی توانیدلی دی چې د دې رپوټ د خپرولو پر مهال ځینې نور اړین معلومات هم خپاره کړي. له همدې کبله په دې برخه کې د وضاحت نه شتون، د جمعیتي بدلونو پر وړاندې له ټولنیزو احساساتو سره یوځای او د مهاجرت په اړه سیاسي بحثونه د دې لامل شوي دي چې په دې برخه کې ډیر ناسم معلومات ورکړل شوي.

دا خبر په قسمي توګه سمه ده چې په المان کې د مهاجرو د شمیر د ډیریدو له کبله، تیر کال د «محمد» نوم د نویو زیږیدلو ماشومانو له پاره یو له مشهورو نومونو څخه وو. خو یو دلیل دا هم دی چې عربې کورنۍ د یوه سنت له مخې لږ تر لږه خپل یو ماشوم محمد نوموي. په ځینو مواردو کې بیا «محمد» د اصلي نوم د مختاړي په توګه استعمالیږي نه پخپله د اصلي نوم په توګه.

رودریګز وایي چې په آلمان کې هر کال تر نیمو د ډیرو نوو زیږیدلو ماشومانو له پاره نوم نوی او بې سارې وي او یوازې دوه یا درې سلنه نومونه د مشهورو او پیژندل شویو نومونو له ډلې څخه انتخابیږي.

که څه هم نور نومونه په ځینو مواردو کې د لیکلو یوازې څو بیلابیل شکلونه لري خو په آلمان کې «محمد» بیا لږ تر لږه په ۲۵ بیلابیلو ډولو لیکل کیږي. پر دې سربیره، محمد په ډیرو مواردو کې د یوازني نوم په ټوګه نه، بلکي د مختاړي او یا هم د نوم د یوې برخي په توګه کارول کیږي.

په دې ترتیب سره نو که په برلین کې پر ماشومانو باندې ایښودل شوي ټول نومونه له دې ظرافتونو سره په پام کې ونیول شي، نو په دې ایالت کې تر ټولو مشهوره نوم «الکساندر» دی نه «محمد».

د آلماني ژبې د انجمن په رپوټ کې راغلي دي چې که «محمد» د دویم او یا هم دریم نوم په توګه هم په پام کې ونیول شي نو دغه نوم په ټول آلمان کې ۲۴ مشهور نوم دی.

پیچلی روش

رودریګز دې ته هم اشاره وکړه چې د «آلماني ژبې د انجمن» له خوا د رپوټ د چمتو کولو له پاره کارول شوی روش هم په بشپړه توګه روښانه نه دی او له همدې کبله عام خلک په سختې له هغه څخه برداشت کولی شي.

تر ۲۰۱۷م کاله پورې دې انجمن د ماشومانو ټول لومړي نومونه په یوې ډله کې راټولول او بیا یې د هغوی له ډلې څخه تر ټولو مشهوره په ګوته کول. خو په تیرو دوو کلونو کې دا انجمن دوه بیلابیل نوملړونه یو ځای خپروي: د نویو زیږدلو ماشومانو تر ټولو مشهوره نومونه چې پکې دویم او دریم نومونه هم شامل وي؛ او تر ټولو مشهوره لومړي نومونه چې د ږیږیدو په سند کې ثبت شوي دي.

رودریګز وویل کله چې د یوه نوم د شهرت او محبوبیت د تعینولو د تګلارې په اړه جزئیات نه خپریږي او یوازې د نومونو شمیر وړاندې کیږي نو دا له انتظاره لیرې خبره نه ده چې عادي خلک دې ګیچ شي.

د «آلماني ژبې د انجمن» څیړونکې فراوکه رودیبوش، دویچه ویله ته وویل: «موږ هم درک کړې ده چې د دې څیړنې پایلې په احتمالي توګه یو څه پیچلې دي.»

هغې زیاته کړه: «خو د لومړیو نومونو د نوملړ له لارې موږ اوس د مقایسې له پاره یوه بله زاویه لرو چې پخوا مو نه لرله. دواړه نوملړونه زموږ له پاره مهم دي. خو موږ به لا ډیر احتیاط وکړو چې ډیر شفافیت مراعات شي او د دواړو نوملړونو تر منځ فرق وشي.»

میرمن رودریګز بیا وایي دا چې د یوه رپوټ له محتوا څخه یو څه اخیستل کیږي او پر سر یې جنجال رامنځ ته کیږي ښيي چې په آلمان کې د ټولنې د جمعیتي بدلون څخه ویره موجوده ده. هغې زیاته کړه: «په آلمان کې د ډیرو نوو زیږدلو ماشومانو نومونه بهرني دي او ورته د پردیو نومونو په سترګه کتل کیږي. لږ وخت ته اړتیا شته چې د آلمانیانو غوږونه له دې نومونو سره بلد شي.»

اوستین چاندلر داویس/ م.ج.