1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په بریتانیا کې د طالبانو بم جوړونکی په ابدي بند محکوم شوی

۱۳۹۷ تیر ۳۰, شنبه

د جعمې په ورځ یوې بریتانوۍ محکمې یو کس د طالبانو له پاره د بمونو جوړونو او د بریتانیا پر پارلمان باندې د چړې د برید د طرحې په تور په ابدي بند محکوم کړ.

https://p.dw.com/p/31rEu
Großbritannien neue Sicherheitsmaßnahmen Houses of Parliament London
انځور: Getty Images/AFP/D. Leal-Olivas

د لندن د شمالي څنډې اوسیدونکی ۲۸ کلن خالد علي د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې د بریتانیا د پارلمان د ودانۍ په بهر کې د پولیسو له لوري ونیول شو. نوموړي په خپلو جامو کې درې چړې پټې کړې وې او د دې هیواد شاهي محکمې په حواله نوموړي غوښتل چې د پولیسو یو افسر، د وسلوالو ځوکونو یو غړی او یا ان یو سیاستوال په قتل ورسوي.

تیره میاشت په «اولد بیلي» کې یعنې د لندن جنايي جرمونو په مرکزي محکمه کې وویل شول چې خالد علي پر پولیسو، سیاستوال او یا د وسلوالو ځواکونو پر یوه غړي باندې له برید څخه وړاندې ونیول شو.

دغه کس د نلدواني په برخه کې کار کوي، په بریتانیا کې د ترهګریز برید او د دوو نورو جرمونو لکه د چاودیدونکو توکو د ملکیت له کبله د محکمې له خوا ګرم وپیژندل شو.

د جعمې په ورځ یعنې د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې په ۲۰ نیټه قاضي نیکولاس هیلارد مجرم خالد علي په درې ځله ابدي یعنې د هر جرم له پاره یو ځل په ابدي بند محکوم کړ. د محکمې له لوري علي په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې طالبانو ته بم جوړونې له کبله په لږ تر لږه ۴۰ کاله بند محکوم کړل شو او په بریتانیا کې بیا د قتل د طرحې د جوړولو په جرم بیا په ۲۵ کاله بند محکوم شو. په بریتانیا کې د ابدي زندان موده د قانون په رڼا کې یوازې ۱۵ کاله ټاکل شوې ده.

قاضي هیلارد علي ته په خطاب سره وویل: «زه په بشپړه توګه ډاډه یم چې تاسې په افغانستان کې وی. ته د بم جوړونې یو له مهمو غړو څخه وې، هغه بمونه چې د ۲۰۱۲م کال په جنوري او جولای میاشت کې وچاودل.

قاضي وړاندې وویل چې زه هیڅ شک نه لرم چې داسې ډیر خطرونه موجود دي چې په راتلونکې کې به ستاسې په لاس د زور زیاتي پیښې د جدي ټپي کیدو او مرګونو سبب وګرځي.

د محکمې په جریان کې څارنوال براین التمن د قاضیانو پلاوي ته وویل چې خالد علي په ۲۰‍۱۶م کال کې له افغانستان څخه بریتانیا ته راغی او د هیواد د دیموکراسۍ پر مرکز یعنې پارلمان یې د خونړي برید طرحه جوړه کړه.

 د متروپولیتن د پولیسو د کمیسار مرستیال دین هایدون هم وویل چې هغه د باور له اندازې ډیر یو خطرناک کس دی. نوموړي وویل چې علي په افغانستان کې له یوه روزنیز کمپ څخه بریتانیا ته د وژنو د قاطع پریکړې سره راغلی وو.

خالد علي بیا د پولیسو د پلټنو پرمهال ویلي چې غوښتل یې په دې توګه د بریتانیا چارواکو ته یو پیغام ولیږي. هغه ویلي: «هغه کار چې موږ یې کوو، جهاد دی.» د محکمې په ترڅ کې علي په دې هم اقرار وکړ چې په افغانستان کې یې د بمونو په جوړولو کې لاس درلود او ان په مبالغې سره یې وویل چې له ۳۰۰ ډیرو بمونو ته يې چاودنه ورکړې.

Großbritannien Flughafen Heathrow in London
انځور: picture-alliance/empics/D. Leal-Olivas

علي د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشت کې په لندن کې له هیترو هوايي ډګر څخه ونیول شو. پولیسو له هغه سره مصاحبه وکړه او د نوموړي د ګوتو نښې او د هغه ډي ان اې یې واخیسته. بیا وروسته د بریتانیا د پولیسو لخوا اخیستل شوي د علي د ګوتو نښانونه د امریکا فدرالي پولیسو یا «اف بي آي» سره شریک کړي. اف بي آی بیا د هغه د ګوتو نښې د بمونو پر هغو ټوټو باندې د پاتې نښو سره سر ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۲م کال کې تر یوې چاودنې وروسته را ټولې کړې وې. تر هغې وروسته بیا خالد علي د بریتانیا د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې راغی.