1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کې د داعش برید دری پاکستاني افسران وژلي

۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

د پاکستان د سویلي لویديځ ایالت بلوچستان په مستونګ ښار کې د دوو ځانمرګو بریدګرو په برید کې د پاکستاني پوځ دری افسران وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. د داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/2yxav
Pakistan Angriff auf das Hauptquartier des Grenzkorps in Quetta
انځور: DW/Abdul Ghani Kakar

د بلوچستان ایالت له کوټه ښار څخه د اسوشییتد پریس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ چارواکو ویلي دي چې دوو ځانمرګو بریدکونکو د مستونګ په سیمه کې پر یوې امنيتي پوستې د برید کولو هڅه کړې.

د پولیسو د یوه سیمه ایز چارواکي ولي محمد، په حواله دغو ترهګرو د سرحدي امنیتي ځواکونو یوه مرکز ته د ننوتلو هڅه وکړه چې په دروازه کې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

د برید کوونکو له ډلې څخه یو یې د ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو او کله چې د دویم بریدګر د مخنيوي هڅه وشوه هغه له ځان پورې تړل د چاودیدونکو توکو واسکټ والوزوه.

وروسته تر دې «اسلامي دولت» یا داعش ډلې ته نږدې یوه انټرنټ پاڼه کې په خپاره شوې بیانه کې وویل شو چې دغه برید د داعش دوو تنو جنګیالیو ترسره کړی چې دواړه وژل شوي دي.

مستونګ ښار د بلوچستان ایالت له مرکز کویټې څخه نږدې ۵۰ کیلومتره لرې پروت دی. د بلوچستان په مستونګ کې مخکې تر دې هم د اسلام په نوم د ترهګرو ډلو له خوا ډیر خونړي بریدونه شوي دي.

بلوچستان د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی، د کانونو او طبیعي سرچينو غني ایالت دی. په دې ایالت کې یو شمیر بلوچ ملتپاله او وسله والې ډلې هم ډیر فعاله دي چې د بلوچستان له پاره د دې ایالت د طبيعي زیرمو د یوې لوې برخې غوښتنه کوي او خپل وسله وال فعالیتونه یې هم جاري ساتلي دي.