1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بهر کې د افغان دیپلوماتانو نامعلوم برخلیک

۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبه

په چټکۍ سره قدرت ته د طالبانو رسیدل، په بهر کې په سلونو افغان ديپلوماتان د افغانستان په سیاسي نمايندګيو کې په بې سرنوشتۍ کې ژوند کوي. دوی له يوې خوا د پيسو له کمښت سره مخامخ دي او له بلې خوا خپلو کورنيو ته انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/40gmX
Deutschland Afghanische Botschaft in Berlin
آرشیف انځورانځور: Afghan Embassy in Berlin

که څه هم طالبانو اعلان کړی دی چې د افغانستان د ټولو سفارتخانو ديپلوماتان دې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي، خو په کاناډا، آلمان او جاپان کې د افغانستان د سفارتونو اتو کارمندانو رويترز خبري آژانس ته په اندېښنو سره د خپلو نمایندګيو د نه فعاليت خبرې کړي دي. دوی د امنيتي دلایلو له مخې خپل نومونه نه دي ښودلي.

له افغانستان څخه دباندي یو افغان دیپلومات هم چي نه غواړي خپل د ځای او نوم په هکله معلومات ورکړي، له دویچه ویلي سره په مرکه کي ویلي دي چي که څه هم  په اوس وخت کي خپل کارونو ته د پخوا په شان ادامه ورکوي، خو بیا هم ځیني ستونزي موجودي دي. هغه په دې هکله وايي: «موږ له سیاسي او اداري لحاظه په اوس وخت کي کوم مشکل نه لرو، هره ورځ دفتر ته ځو او کارونه مو په عادي ډول پرمخ روان دي. دا ځکه چي لا د افغانستان برحاله ډیپلوماټان یوو. خو له اقتصادي اړخه به ښايي په راتلونکي کي ستونزي رامنځته سي. لکه د پیسو انتقال او که د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت ونه پیژندل سي.»

نوموړی دیپلومات زیاتوي چي د افغانستان د اوسني وضعیت له امله په سخته اندېښنه کي دی.  طالبان باید د خلکو اساسي حقونه په پام کي ونیسي او یو همه شموله حکومت رامنځته کړي. همدرانگه نړیواله ټولنه هم باید پرطالبانو فشار راولي تر څو د نورو ترڅنگ د ښځو  حقونه او بشري حقونه مراعات سي.

د هغه په خبره په اوس وخت کي له افغانستان سره ټولي بهرنۍ اړیکي قطع سوي دي: «دا د تیرو شلو کلونو لاس ته راوړنه وه چي موږ له بهرنیو هیوادونو او ټولي نړۍ سره هراړخیزه اړیکي درلودې چي متأسفانه دغه اړیکي اوس قطع سوي دي.»

د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزير امیرخان متقي، څه وخت مخکي په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کي وویل چې ټولو سفارتخانو ته یې يو پيغام استولی او ورڅخه يې غوښتي دي چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. هغه د افغانستان ديپلوماتانو ته په خطاب کې وويل: «افغانستان پر تاسو باندې ډيره پانګونه کړې، تاسو د افغانستان سرمايه یاست.»

نوموړي دیپلوماټ د دې پوښتني په جواب کي چی هغوی اوس د کوم حکومت نمایندگي کوي وویل: «اوس مو هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت درې رنگه بیرغ  پر سفارتونو ځوړند دی او د پخواني حکومت نمایندگي کوو. موږ به تر هغه وخته خپلو کارونو ته ادامه ورکړو چي یو نوی حکومت رامنځته او په رسمیت وپیژندل سي.»

دغه دیپلومات د خپلو خبرو په دوام وايي چي که څه هم مشکلات ډیر دي، په تیره بیا اقتصادي مشکلات، خو بیا هم په دې برخه کي هلي ځلي رواني دي او په دې لټه کي دي چي یو داسي میکانیزم رامنځته کړي تر څو له اقتصادي لحاظه وکولای سي د خپلو نمایندگیو مصارف تأمین کړي.

هغه له نړیوالي ټولني وغوښتل چي له افغانستان سره دي خپلو همکاريو ته د پاکستان له لاري نه، بلکی د یوه بل دریم هیواد لکه ازبکستان، تاجيکستان او یا هم قزاقستان له لاري ادامه ورکړي. همدارنگه د بیکارۍ او فقر د له منځه وړلو له پاره دي مستقیماً د افغانستان له خلکو سره اړیکي ټینگي کړي.

خو ځينو نورو افغان ديپلوماتانو بیا د اوس له پاره چوپتيا غوره کړې او هیله مندي ښکاره کوي چې کوربه هيوادونه به ډير ژر د طالبانو حکومت په رسميت وپيژني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل