1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بوسنيا کې ۵ زره مهاجر بند پاتې دي

۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبه

د بوسنيا شديده سړه هوا او د کروشيا پر پولو سخت امنيتي کنترول اروپا پر لور د زرونو مهاجرو د تلو د مخنيوي لامل ګرځيدلي. د بوسنيا په کمپونو کې ميشت مهاجر چې افغانان هم په کې دي غواړي ځانونه مرکزي يا لويديځې اروپا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/3ACrN
Flüchtlinge Grenzgebiet Türkei Syrien
انځور: picture-alliance/dpa/V. Gurgah

د رويټرز خبري آژانس په حواله، اوسمهال د بوسنيا په درو کمپونو کې څه د پاسه ۳۰۰۰ مهاجر په سخت وضعيت کې د ژوند شپې او ورځې تيروي. دغه کمپونه د کروشيا هيواد پولې ته نژدې د بهاک او وليکا کلادوسا په ښارګوټو کې موقعيت لري. بيړنۍ مرستندويان د ژمي په سختيدو سره د کمپ اوسيدونکو ته د هستوګنځايونو او خوراکي موادو د رسولو خدمات پيل کړي دي.

افغان مهاجر ولي خان رويټرز ته وويل: «مهاجر دلته غير انساني ژوند لري». ولي خان پر خپل بدن شنه داغونه ښيي چې پر وينا يې د روانې اوونۍ په سر کې کروشيايي پوليسو له خوا په ډنډو وهل شوی وو. هغه وايي پوليسو دی هغه وخت په ډنډو وواهه چې هڅه يې کوله د کروشيا له پولې واوړي.

کروشيا چې د اروپايي اتحاديې تر ټولو نوی غړي هيواد دی، د خپلو سرحدي پوليسو له خوا مهاجرو سره د زور زياتي او تاوتريخوالو دغه ډول تورونه رد کړي دي. 

پاکستاني مهاجر حمزه چې د بيهاک ښارګوټي په «بيرا» کمپ کې ژوند کوي هم د کمپ له وضعيت څخه ناخوښ دی. هغه د خپلو ملګرو په استاځيتوب رويټرز ته وويل: « مونږ په ژمې کې ډیرې زياتې ستونزې لرو. کله چې دغه ستونزې ختمې شي، زه به بيا خپلې هڅې پيل کړم.»

Bosnien und Herzegowina Kljuc Flüchtlingscamp
په بوسنیا کې د مهاجرو يو کمپ - آرشيفانځور: DW/Z. Ljubas

د مهاجرو دغه کوچنۍ کمپ د يوې پخوانۍ فابريکې کې جوړ شوی دی. په دغه ځاي کې څه د پاسه ۲۰۰۰ مهاجرو له پاره خيمې او کانتينري کوټې لګول شوي دي. دوی له پاره په ورځ کې درې وخته ډوډۍ او روغتيايي خدمات هم برابر شوي دي.

 په دغه کمپ کې اوس واوره پرته ده. شاوخوا ۱۸۰ تنه مهاجر د کمپ انګړ کې د لوبو او په موبايلونو د سيلفي انځورونو د اخيستلو په حال کې ليدل کيږي. داسې ښکاري چې همدا به د دوی له پاره تر ټولو خوښې شيبې دي.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) يوه وياند وويل اروپايې اتحاديې د ژمې له راتلو څخه دمخه، دغو مهاجرو ته د رسيدګۍ په موخه بوسنيا ته څه د پاسه ۹ اعشاريه ۲ ميليونه يورو ځانګړې کړي دي.

په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلوو کې له يو ميليون څخه ډير مهاجر د بالکان له لارې د اروپا شتمنو هيوادونو ته ورسيدل. خو سږکال بوسنيا مهاجرو له پاره د هنګري او سلوانيا په څير، په يوه مهم ترانزيتې هيواد بدل شوی دی.  

Symbolbild Einwanderung Deutschland
م م: په بوسنيا کې د پناه غوښتنې بهير ډير سست دیانځور: imago/Ralph Lueger

د روان کال له جنورۍ مياشتې تر اوسه څه د پاسه ۲۳ زره مهاجر بوسنيا ته رسيدلي دي. په دغو مهاجرو کې ډيری يې د افغانستان، پاکستان، عراق او ايران هيوادونو اوسيدونکي دي. دغه هيواد کې حاضردمه ۵۰۰۰ مهاجر په دې تمه پراته دي چې د کروشيا له پولې په اوښتو ځانونه د خپلې خوښې اروپايي هيوادونو ته ورسوي، خو پر پوله د کروشيايي پوليسو له خوا شديد کنترول مهاجرو له د سفرونو ادامه ناشونې کړې ده.

(يو ان اچ سي آر) چې په بوسنيا کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د مرستو رسولو خدمات ترسره کوي، وايي چې په دغه هيواد کې د پناه غوښتنې بهير ډير پيچلی او سست روان دی. د دغې ادارې يوه سيميز وياند نيون کرووينکوفيک وويل: «لازمه ده چې د پناه غوښتنې بهير ساده او پراخ کړل شي، تر څو تول هغه کسان چې غواړي په بوسنيا کې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړې دغه کار وشي کړای.»

Bosnienkrieg 1993
د بوسنيا د ۱۹۹۳ کال جګړې مهاجرتونهانځور: picture alliance/AP Images

په داسې حال کې چې بوسنيا په خپله هم د ۱۹۹۰ کلونو کې د جګړو له امله د مهاجرتونو تجربې لري، په شمال ختيځ کې يې چارواکي وايي چې دوی مهاجرو له پاره د هستوګنځايونو لږ امکانات لري. خو دغه چارواکي وايي چې د سيمې اوسيدونکي اوس هم خپل د ۱۹۹۰ کلونو مهاجرتونو په ياد لري او دوی هڅې کوي تر څو يې مهاجرو سره مرستې کړې وي.

ساندرا چې د بيهاک ښار په يوه هوټل کې کار کوي وايي: «ما يوه عراقي مهاجر ته په خپل کور کې ځای ورکړی دی.» ساندرا زياتوي: «هغه ډير ښه دی، تعليم يافته او ښه روزل شوی دی. مونږ غواړو هغه ته همدلته يوه ښځه پيدا کړو.»

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: