په افغانستان کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې ۲۵ تنه وژل شوي
۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبهد افغان چارواکو په حواله د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د وسله والو نښتو په پایله کې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.
د تخار ولایتي شورا غړي صلاح الدين برهاني ویلي دي چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د شدیدو نښتو په پایله کې ۴ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
بل لوري ته د زابل د ولایتي شورا غړی هاشم ګرانی وایي چې په دای چوپان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په نتیجه کې ۸ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
په همدې منځ کې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي. د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ د وسله والې نښتې په پایله کې د پولیسو د یوه مامور په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
سربیره پر دې له کندز ولایت څخه هم د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. د چهارشنبې په شپه د کندز په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې کوچنۍ پوستې احتمالاً د یوه اشتباهي هوایي برید په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنه سرتيري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې بیا یو ملا امام وژل شوی. دا اتم دیني عالم دی چې د تیرو دریو میاشتو په موده کې په دغه ولایت کې وژل کیږي. د ننګرهار یوه ولایتي چارواکي ویلي دي چې تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د دغو وژنو مسئول طالبان دي او که د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګره ډله.
dpa/kh/sn