په جرمني کي يو بل ستر مسجد پرانيستل کيږي
د جرمني په کولن ښار کي د ترکيې د اسلامي اتحاديې په مرسته جوړ سوی ستر مسجد په راتلونکو څو ورځو کي پرانيستل کیږي. انځورونه ئې وگورئ.
د دغه «مرکزي مسجد» د جوړولو د بنسټ ډبره د ۲۰۰۹م کال د نوامبر مياشتي پر ۷مه نېټه کیښودل سوه.
په ۲۰۱۱م کال کي چي د مسجد ۳۷ متره لوړه گبنده او دوه ۵۵ متره هسک منارونه جوړ سول په پلان کي وه چي دغه د جوړيدو چاري ئې تر ۲۰۱۲م کاله پوري پای ته ورسيږي. خو وروسته بیا د ميمارۍ پر شرکت باندي د ځينو تورونو له کبله يې چاري وځنډېدلې. اوس په پلان کي ده چي د سپتمبر مياشتي پر ۲۹ نېټه به دغه مسجد پرانيستل سي.
په دغه مسجد کي پر يوه وخت ۱۲۰۰ کسان لمونځ کولای سي.
دغه مسجد پر ۱۶۵۰۰ متره مربع مځکه جوړ سوی دی او په کې يو کتابتون، د زده کړو او سمينارونو ځای، د دوکانونو له پاره ساحه، د خدماتو چمتو کوونکو له پاره دفترونه او د موتر درولو له پاره تر مځکي لاندي ستر پارکينگ جوړ سوي دي.
انځورونه
1 | 4انځورونه