1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خیبر ایجنسۍ کې به زعفران د کوکنارو بدیل وګرځي؟

۱۳۹۶ آذر ۳, جمعه

په داسې حال کې چې د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې تر پوځي عملیاتو وروسته وضعیت عادي حالت ته د ورګرځیدو په حال کې دی، حکومتي ادارې له ځينو ستونزو سره مخامخي دي. په دې کې د کوکناور او بنګو د کښت پر وړاندي مبارزه هم راځي.

https://p.dw.com/p/2oBLn
Pakistan Khyber Agency
انځور: DW/D. Baber

د خیبر پښتونخوا ایالت د کرهڼي ادارې په وینا په ۲۰۱۶م کال کې د بزګرانو د هڅولو له پاره په دغه سيمه کې د زعفرانو کښت ته د هڅولو یوه پروژه پیل شوه. په دغه ترڅ کې په «میدان تیراه» کې پر څه دپاسه ۲۵۰۰ متر مربع مځکه زعفران وکرل شول، چې ټول وسایل یې د فاټا سیکرتریت له خوا برابر شوي ول.

د خیبر ایجنسۍ د کرهڼي ریاست یوه کارکونکي فایق اقبال، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې تیر میلادي کال کابو د یو نیم میلیونو کلدارو په ارزښت د زعفرانو کښت شوی وو. د هغه په خبره د دغه پروژې د ښې پایلې له کبله یوازې چارواکي نه، بلکې بزګران هم تشویق شوي وو. د فایق اقبال په خبره د ځایي چارواکو او امنیتي ځواکونو د هڅو او د بزګرانو د لیوالتیا له کبله «د خیبر ایجنسۍ ولس د کوکنارو او نورو نشه يي موادو پر ځای ښه او ګرانه بیه زعفرانو بدیل موندلی دی.»

خو فایق اقبال وایي چې اوس هم دې ته اړتیا ده چې د زعفرانو د کښت په برخه کې بزګرانو ته روزنه او سلا مشورې ورکړل شي، څو ترې ښه ګټه واخلي.

زعفران پر ځينو نورو هیوادونو سربیره په افغانستان، ایران او هندوښتان کې هم کرل کیږي. د پاکستان په چترال او شمالي سیمو کې یو څه اندازه زعفران لا تر مخه کرل کیدل.

د خیبر ایجنسۍ د کرهڼي ریاست دغه چارواکی وایي چې د تیراه درې هوا او ځمکه د دغه فصل له پاره مناسبه ده او زیاتوي: «یو توله (۱۱،۶ ګرامه) زعفران په ځایي بازار کې له پنځو زرو څخه تر شپږ زرو کلدارو پوري بیه لري او په نړیوال بازار کې بیا آن تر پنځلس زرو رسیږي. همدا وجه ده چې دغه فصل سړی د کوکنارو او بنګو په پرتله ښه یادولی شي.»

Pakistan Khyber Agency
انځور: DW/D. Baber

د تیراه درې ۴۲ کلن بزګر نورالامن آفریدي، په خبره هغه د زراعت وزارت د کارپوهانو د ټینګار له کبله سږکال زعفران وکرل. نورالامین وایي چې د ده له پاره دا یوه نوې تجربه وه او تر دې د مخه د زعفران د نوم او استعمال څخه خبر وو، خو په مارکیټ کې یې له بیې خبر نه وو: «د کرهڼي وزرات کار کوونکو نه یوازې د زاعفران د کښت په برخه کې موږ ته لارښوونه وکړه، بلکې د دې له ګټو او د کوکنارو له زیانونو یې خبر کړو. زه هیله من یم چې دغه فصل به زموږ له پاره ګټور وي.»

نورالامین وایي چې د بزګرانو اتحاديه په فاټا (د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې قبایلي سیمي) کې ځکه د زعفران د کښت پلویتوب کوي، چې نغدې پیسې ترې تر لاسه کیدای شي چې ښایي د بزګرانو ژوند ته بدلون ورکړي.

د خیبر ایجنسې د کرنې ریاست مشر شمس الرحمن خټک، وایي چې د خیبر ایجنسې په میداني سیمو کې د زعفرانو بریالی کښت یو ښه پیل دی. د هغه په خبره د زعفرانو د تخم د بیې د لوړوالي له کبله د کښت لومړني لګښتونه لږ څه لوړ دي. د اټکلونو له مخې په ۵۰۰ متره مربع ځمکه کې د زعفرانو۱۵۰ کیلوګرامه تخم کرل کیږي، چې د یوه کیلو تخم بیه د دوو او څلورو زرو کلدارو تر منځ ده. خو د مناسب چاپیریال له کبله بزګرران کولای شي تر پنځه سوه سلنې پوري ګټه ترې واخلي.

د کرهنیزو چارو کارپوه ساجد صدیقي، د زعفرانو د بازار او کاروبار په هکله وایي چې عموما خلک داسې فکر کوي چې زعفران یوازې په خوړو کې استعمالیږي. خو صدیقي وایي چې له زعفرانو څخه تر ډیره کچه دارو درملو کې هم کار اخیستل کیږي.

(دانش بار، پیښور) س.ر/ م.ج

زموږ له ارشيف څخه: