1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«په زړښت کې آسپرين خوړل روغتيا ته زيان رسوي»

۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبه

په امريکا متحدو ايالاتو او استرليا کې ترسره شوي يوې څيړنې ښوولې ده چې هغه زاړه کسان چې د زړه په مرض نه وي اخته، له آسپرين درمل څخه دې ډډه وکړي، ځکه ښايي تر گټو یې زيانونه ډير وي.

https://p.dw.com/p/34zBA
Stock Foto Tablette
انځور: Colourbox/Diego Cervo

د امريکايي او استرليايي څيړونکو په ترسره شوې څيړنه کې تر ۱۹۰۰۰ زياتو داوطلبانو برخه اخيستې وه. د دې څيړنې نتايجو وښووله چې زاړه خلک چې د زړه په مرض اخته نه وي، د آسپرين استعمال ورته گټمن نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د زړه په مريضانو کې هره ورځ د آسپرين د يوې گولې د خوړولو گټې ثابتې شوي دي.

خو په دې تازه څيړنه کې معلومه شوې ده چې تر ۷۰ کلنۍ پورته کسان، د دې درمل له استعماله هيڅ گټه نه ترلاسه کوي. بلکې برعکس دا درمل چې د زړه مریضانو ته د وينې د نرۍ کولو له پاره ورکول کيږي، په زړو خلکو کې د وينې جريان چټکوي چې ښايي د مړينې سبب یې وگرځي.

دا معلومات په څيړنه کې شامل د ميلبورن د مونیش پوهنتون ډاکتر جان جی مکنايل، رويترز خبري آژانس ته ورکړي دي.

د زړه مريضانو ته تر حملې وروسته ځکه د آسپرين درملو د کارولو توصيه کيږي چې دا درمل د انسان وينه نرۍ کوي او په دې توگه د زړه د بلې حملې امکان کميږي.

له همدې امله ځيني خلک دا دوا په همدې فکر کاروي چې د زړه د حملې خطر به یې کم شي. پر دې سربیره ډير خلک دا هم وايي چې د آسپرين په کارولو سره په سرطان د اخته کيدو خطر کميږي.

په امريکا او استرليا کې په ترسره شوې دې څيړنه کې په زرونو هغو کسانو برخه اخیسته وه چې سنونه يې تر۷۰ کاله زيات ول او په ماضي کې یې هيڅکله د زړه ناروغي نه لرله.

له دوی څخه یې نیمايي ته تر پنځوو کلونو پورې هره ورځ آسپرين ورکړل شول.

د څيړنو نتايجو وښووله چې دې کسانو ته د آسپرینو کاروني هيڅ کومه روغتيايي گټه ونه رسوله. برعکس په ډيرو کسانو کې د معدې د خونريزۍ زياتي پېښې وليدل شوې.

د مونيش پوهنتون استاد جان مکنايل وويل چې د څيړنې نتايج به له هغو ډاکترانو سره مرسته وکړي چې روغو کسانو ته د آسپرينو د توصيې په اړه زړه نا زړه ول.

Reuters (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: