1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په سریلانکا کې پرله پسې بریدونو درنه مرګژوبله اړولې ده

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبه

په سریلانکا کې لږ تر لږه په دوو هوټلونو او دوو کلیساو برید شوی دی. ځني رسنیو پر شپږو کلیساو او هوټلونو د برید خبره کړې ده. د دغو بریدونو په پایله کې حد اقل ۵۲ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډير ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3HATT
Sri Lanka Colombo Militär nach Explosion vor St. Anthony's Kirche
انځور: Reuters/D. Kiyanawatte

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۲۱مه) د سریلانکا په هیواد کي پر هوټلونو او کلیساو د څو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۲ تنه وژل شوي او د ټپانو شمیر تر ۲۰۰ پورته ښودل شوی دی. د باتیکالوا په ښار کې د روغتون یوه کارمند د تر ۳۰۰ د ډیرو کسانو د ټپې کیدو خبره کړې ده. په عین وخت کې د آلمان خبري آژانس بیا د دغو پيښو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر تر ۱۰۰ پورته ښودلی دی. په دې توګه د پيښې د قربانیانو دقيق شمیر تر اوسه پورې نه دی معلوم.

ویل کیږي چې د کولمبو او نګومبو په ښارونو کې دوه کلیساوې او دوه هوټلونه د دغو بریدونو په لړ کې په نښه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په یو شمیر رپوټونو کې د شپږ هوټلونو او کلیساو د برید خبر ورکړل شوی دی.

د سریلانکا د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې دری عصري هوټلونه او یوه کلیسا په نښه شوي دي. نورې چاودنې کولمبو ته نږدې په یوه کلیسا او همدارنګه د دې هیواد په ختیځ کې رامنځته شوي دي.

د فرانس پرس د یوه خبریال په حواله لږ تر لږه یو تن د «سینامون ګراند هوټل» په نوم یوه میلمستون کې د چاودنې په پایله کې وژل شوی دی. دا هوټل د صدارت ماڼۍ ته نږدې واقع دی.

دغه چاودنې هغه وخت رامنځته شوي دي چې عیسویان د «ایستر يکشنبې» په نوم د خپلې مذهبي ورځې په مناسبت په کلیساو کې پر عبادت مشغول وو. 

آژانسونه/ ش. ن