1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

په سعودي عربستان کي د ښځو پرمختگ

۱۴۰۲ خرداد ۸, دوشنبه

د "Vision 2030" په نوم د سعودي عربستان د ریفورم پروگرام د ښځو اقتصادي پرمختگ لا پسي گړندی کوي. کارفرمایاني په بې شمېره څانگو کي بریالۍ دي. خو دا کار د هغو کسانو د وحشیانه تعقیب په اړه هیڅ نه بدلوي چې بل ډول فکر کوي.

https://p.dw.com/p/4Rw4t
USA, Kennedy Space Center | Axiom Mission 2
انځور: Joe Skipper/REUTERS

د سعودي ښځي په دغه اونۍ کي ډیری مخ ته ولاړې: د سرطان ۳۴ کلنه پلټونکې ریانه برناوي په ریاض کي د ملک فیصل په عالي کلینیک کي خپل کارځای په نړيواله فضايي اډه (ISS) کي په یوه گرځنده لابراتوار سره بدل کړ.

نوموړې فضانورده به هلته لس ورځي علمي کارونه ترسره کړي او د نړیوالي فضايي اډې له راډیويي ستېشن له لاري به د سعودي عربستان د کوچنیانو او تنکي ځوانانو پوښتنو ته جواب ووايي. هغې له فضا څخه تویت هم کړی او پر مځکه باندي خپلو مینه والو ته یې سلفی عکسونه هم استولي دي چي پکې ښکاري چي د خپلي انا غوږوالي یې په غوږ دي.

لومړنۍ سعودۍ ښځې فضا ته سفر وکړ

په فضا کي د برناوي پاته کیدل دا په ډاگه کوي چي د سعودي عربستان د ښځو په وضعیت کي څومره بدلون راغلی دی. د ۲۰۱۸م کال د جون تر میاشتي پوري لا هغې اجازه نه درلوده چي موټر وچلوي او همدارنگه له نورو کارونو څخه هم منع کړای سوې وه.

Saudi Arabien Symbolbild Frauen
په سعودی کی له ۲۰۱۸ م کال راهیسي ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول سوې دهانځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Images

له ۲۰۱۶ م کال راهیسي شهزاده محمد بن سلمان هڅه کوي دغه هیواد هم د اقتصادي او هم له ټولنیز لحاظه عصري کړي. هغه د اصلاحاتو خپل دغه پروگرام ته د "Vision 2030" نوم ورکړی دی.

بې بشري حقونو عصري کول

د بشري حقونو سازمانونه بیا دې خبري ته اشاره کوي چي دغه ډول اصلاحاتو له سیاسي پلوه د بل فکر درلودونکو او د بشري حقونو د فعالانو حالت په هیڅ ډول نه دی ښه کړی. د هغوی د اټکل له مخي په سونو منتقدین په اوږده بند او یا هم د مرگ په سزا محکوم سوي دي.

خو د ښځو له پاره په عمومي صورت حالت ښه سوی دی. په ۲۰۱۹م کال کي د نارینه وو سرپرستي لغوه سوه. ښځو د دې حق ترلاسه کړ چي یوازي ژوند وکړي، د سفر پاسپورټ ته عریضه وړاندي او یوه مغازه خلاصه کړي، پرته له دې چي د هغې پلار، خاوند او یا هم ورور ورسره موافقه وکړي. 

سعودي عربستان کې د نجونو د فوټبال لومړنی لیګ پیلیږي

د نیشه عرابیا په نوم د لوکسو محصولاتو د آژانس بڼسټ ایښیدونکې مریم موصالي، وايي چي دا یو سترتوپیر دی. هغې دویچه ویلي ته په ټینگار سره وویل: «د سعودي ښځو مخکي له دې چي د "Vision 2030" پروگرام هغوی وهڅوي، پخوا لا پر بوغرې سربیره دغه ډول کارونو ته لیوالتیا درلوده او هغه یې په پټه کوله. که څه هم چي موږ به په لوړو پوستو کي وو، خو هیڅلکه به د یوه شرکت یا کمپنۍ پر ویبسایټ زموږ عکسونه نه وه. موږ به په شرکتونو کي پانگونه کوله خو هیڅکله به مو خپل د محصولاتو استازیتوب نه کاوه. اوس دا هرڅه بدل سول.»  

مریم موصالي د ریانا برناوي له فضانوردۍ څخه خوشحاله ده. د هغې په خبره « دا کار به د سعودي پر نورو ښځو هم اغېز وکړي، نجوني او ښځي به دې ته وهڅول سي چی فضاته وخیژي، هغوی به د مالي بڼسټونو رئیساني او حتی سفیراني سي. دغه نجوني به حتی پر دې هم فکر و نه کړي چي دا کار یې له توانه وتلی دی.»

د ښځو د پیاوړتیا له پاره د ښځو ځایونه

کارفرما ماها شیرا، په تیرو پنځو تر اوو کلونو پوري ولیدل چي مخ پر زیاتیدونکي ډول ښځي د خپلو کمپنیو بڼسټ اږدي. د « SheWorks » په نوم د ښځو له پاره لومړنی سعودي کاري چاپیریال دغي بڼسټ ایښیدونکې دویچه ویلي ته وویل چې دا په دې باور ده چي د هغې په شمول به د ښځو ټول نسل له دغو نوو فرصتونو څخه گټه پورته کړي.

Maha Shirah |  Befürworterin der Stärkung der Rolle der Frauen in Saudi-Arabien
کارفرما ماها شیرا د ښځو د لا پیاوړتیا له پاره مبارزه کويانځور: Mohammad Obaidi

ماها شیرا غواړي چي دغه بنسټ د سعودي د ښځینه کارفرمایانو له پاره په یوه بڼستیز مرکز بدل کړي. هغه وايي: «زه دا احساس لرم چي زما د هیلو له پاره هیڅ ډول محدودیت نه سته، خلک د بدلون له پاره آماده دي، اولس ځوان او زده کړو ته لیوال دی.»

GP/NZ/DW.Online