1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کې «حلاله» موقتي ډيسکو پرانيستل شوه

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

د پنجشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې يوه ډيسکو پرانيستل شوه. آيا دا د دې نخښه ده چې دغه شاهي نظام په دې وروستيو کې د پرانيستوالي په لور پل ږدي؟

https://p.dw.com/p/3KPbL
Jeddah in Saudi Arabien
انځور: Getty Images/K. Sahib

د سعودي عربستان له قوانينو سره سم به په دغه ډيسکو کې الکول يا شراب نه وړاندې کيږي. دغه کلب «وايټ ساودي عربيه» نوميږي چې د پرانيستنې په مراسمو کې يې د «آر اند بي» موسيقۍ مشهور سندرغاړي «نې يو» ګډون کړی دی. د «وايټ» په نوم د شپې کلبونه په نورو عربي ښارونو لکه دبۍ او بيروت کې هم څانګې او د خلکو په منځ کې ډېر محبوبيت لري. خو دا هغسې ځايونه دي چې د ساحل په اوږدو کې مېلې او لمانځنې پکې تل کيږي او چېرته چې د شپې له خوا ځوانان خپل ساعت تېروي. سعودي عربستان بيا بر عکس د اسلام د مقدساتو او سپېڅلو ځايونو اصلي خاوره ده. د ډيسکو چلونکی شرکت، آدميند هوسپيتاليتي، په قطر او بحرين کې هم ورته ځايونه جوړ کړي دي او په اوړي کې د مصر د ساحل په اوږدو کې هم فعاليت کوي.

Investorenkonferenz in Saudi-Arabien
په سعودي عربستان کې دا مهال د پانګونې په غرض ډېرې غونډې هم رابلل کيږي.انځور: Reuters/F. Al Nasser

موقتي ډيسکو؟

په سعودي عربستان کې پرانيستل شوی کلب ښايي موقتي وي او د جولای تر ۱۸مې نېټې پورې يوازې د يوې مياشتې له پاره پرانيستی وي. علت يې په جده ښار کې داسې يو لوی فېستيوال دی چې هدف يې د سيلانۍ صنعت ته وده ورکول دي. جده د سره سمندر په نوم بحر ته څېرمه پرته ده او د پلازمېنې رياض په پرتله پکې زياته تنوع او آزادي ليدل کيږي. په رياض کې هغه ښځې او نارينه چې واده يې لا نه وي کړی، په کافې او رستورانت کې سره جلا کيږي. د جدې دغه موقتي کلب ښايي د سعودي پانګه اچونکو او چارواکو داسې يو تېست يا ازموينه وي څو وګوري چې عام خلک ورته څه ډول غبرګون ښيي.   

AP/NS/AWA