1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سعودي کې مقررات يو دي، خو عملي کيږي په بېل بېل ډول»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبه

په سعودي عربستان کې د خلکو له پاره پر يوه موضوع په ښکاره نظر څرگندول ډېر لوی زړه غواړي. ځکه په دې سنتي ټولنه کې د قانوني او غير قانوني کړنو او د جرم او سزا پر وخت د شرعي حدودو د دوامداره تغير له وجې خلک ډېر انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/3HDLH
Saudi Arabien Quality of Life Programm
انځور: Getty Images/F. Nureldine

د فرانسې خبري آژانس په يوه رپوټ کې راغلي دي چې په سعودي عربستان کې په ډېرو څانگو کې دولتي قوانين په ډېره چټکۍ سره بدليږي او په بيلا بیلو پېښو کې د قانون تشريح دومره متفاوته وي چې سړی یې په اړه هيڅ هم په يقين سره نه شي ويلای.

د فرانسې خبري آژانس له خوا پر دې موضوع په يوه مفصل رپوټ کې راغلي دا چې په سعودي عربستان کې د قانون له مخې د يوې خبرې اجازه شته او د بلې نه شته، په دې اړه په دوامداره توگه بدليدونکي سرې کرښې د عادي وگړو د سر دردرۍ سبب شوي او هغوی یې سخت انديښمن کړي دي.

د جنسيت، مذهب او سياست په اړه د نظر څرگندولو مثالونو ته به ځېر شو. د سعودي اتباعو له پاره په عمومي ډول د دې موضوعاتو په اړه نظر ورکول تر ډېره منع دي. د فرانسې د خبري آژانس په حواله په سعودي عربستان کې که وگړي ځان له هر ډول جنجاله ليرې ساتل غواړي نو بايد د دې موضوعاتو په اړه د هغو ټولنیزو مقرراتو درناوی وکړي چې په ليکل شوي بڼه موجود نه دي، خو بيا هم شته.

غير واضح سرې کرښې

په سعودي عربستان کې ټولنیز اصلاحات ډېر په چټکۍ سره د عملي کيدو په حال کې دي چې له امله یې په ډېرو مواردو کې عامو خلکو ته وار د واره د قانوني او غير قانوني ترمنځ د سرې کرښې تفکيک ستونزمنيږي.

په سعودي عربستان کې د جرم او سزا ترمنځ د توپير پر غير واضح کرښو د پوهيدو په موخه د يو څو مثالونو ورکړه مهمه ده. په همدا روانه اپريل مياشت کې د جدې يوې محکمې يوه داسې کس ته برائت ورکړ چې  تور ورباندې وو چې د ټولیزو رسنیو د سنيپ چټ سروس له لارې یې احتمالاً د سعودي عربستان واکمنان توهين کړي دي. دغه  سړي ته چې نوم یې ځايي رسنيو نه دی په ډاگه کړی، د برائت د ورکړې خبر د يوې حکومت پلوه ورځپاڼې سرليک وو او ليکل شوي ول: «د بيان د آزادۍ ضمانت ورکړل شوی دی.» 

Saudi Arabien - Schülerinnen - Symbolbild
په سعودي عربستان کې په دې وروستيو کې ښځو د خپل حقونو له پاره مبارزه پياوړې کړې دهانځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

خو بل پلو د همدې آزادۍ حق هغه سعودي وگړي ته نه ورکول کيږي چې د خپلو هغو وطندارو ښځو سره یې يووالی ښوولی وو چې تيره مياشت د حکومت له خوا نيول شوي وې. د زده کړو د برخې دې کارپوه په پلازمينه رياض کې د کتابونو د يوه نندارتون پر وخت د بندي شويو سعودي ښځو څخه ملاتړ کړی وو.

مقررات يو، خو اجرا متفاوته

پر دې سربيره په همدې وروستيو کې يوه داسې قهوه خانه وتړل شوه چې د چارواکو په حواله هلته د نارينه وو او ښځو ميلمنو په جلا جلا خونو کې د کښينولو مقررات په پام کې نه ول نيول شوي. خو دا قهوه خانه په داسې حال کې تړل شوې چې په نورو عمومي ځايونو کې بيا د دغه ځایونو مالکان د ښځو او نارينه وو د يوځای کښينانستلو زمينه برابروي او دا عمل تشويقوي.

«ټول نظام له تضاده ډک دی»

دا چې په سعودي عربستان کې ولې دومره تضاد ليدل کيږي، په اړه یې يو په خټه سعودی انجينر نوح الغامدي وويل: «ټول نظام له تضاده ډک دی. مقررات واضح او حتمي نه دي. پايله یې داده چې موږ هيڅ نه پوهيږو چې کله کوم عمل ناسم او له قانون څخه سرغړول دي او کوم وخت يو څه سم او پر قانون برابر دي.»

د فرانسې خبري آژانس ليکلي دي چې په سعودي عربستان کې دا وضعيت په خلکو کې د دې پوښتنې سبب هم گرځيدلی دی چې آیا هغه پراخ اصلاحات چې وليعهد بن سلمان معرفي کړي، هغه تر کومه حده پايښت لرونکي، د ټولو له پاره يو شان او داسې څرگند دي چې دا هيواد د واکمنانانو له فکر سره سم په راتلونکو کلونو کې د يوه ليبرال هيواد په توگه راڅرگند کړي.

B.S/ N.Z (afp)

زموږ له آرشيف څخه: