1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سنگين کي پر واده، ملي اردو هوانونه توغولي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ دی ۱۱, پنجشنبه

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چي د دغه ولايت په سنگين ولسوالۍ کي د واده پر مراسيمو د يوه هوان د لگيدو له امله نزدې ۲۶ کسان وژل سوي او تر ۴۰ زیات ټپيان سوي دي. د پيښي ډير قربانيان ښځي او کوچنيان دي.

https://p.dw.com/p/1EDnJ
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/A. Khaliq

د هلمند ولايت په سنگين ولسوالۍ کي د چهارشنبې په ماښام پر يوه واده باندي د هوان مرمۍ د لگېدو له امله سخته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولايت د ۲۱۵ ميوند قول اردو ملکي مرستيال جنرال محمود د لښکرگاه ښار د ايمرجنسي روغتون مخي ته خبريالانو ته ويلي دي، چي د لومړيو معلوماتو له مخي داسي ښکاري چي دغه هوانونه دي د ملي اردو له خوا توغول سوي وي.

د پيښي ډيری قربانيان ښځي او ماشومان دي. د لښکرگاه ښار په روغتون ته تر اوسه پوري د زوم او ناوي په گډون ۴۲ ټپيان وروړل سوي دي، چي اتلس تني ښځي او ۲۴ کوچنيان دي.

په دغه روغتون کي د زوم ورور چي خپل نوم ئې ملک ښوولی دويچه ويله ته وويل: «ناوي ټپي ده. زما اولادونه شهيدان دي، خوندي مي شهيداني دي، خاله گاني مي شهيداني دي. ټوله دوستان مي شهيدان دي. ۱۵ کسه زما خپل د کور دا شهيدان سوي دي. زموږ ساحه د طالبانو په لاس کي ده.»

د هلمند ولايت د پوليسو قومندان مرستيال ګل پاچا بختيار هم د وژل سوو او ټپيان دغه شمېر تائيد کړی دی او ويلي يې دي چي دغه هوانونه د ملي اردو له خوا توغول سوي دي.

له خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په سيمه کي رسنيو ته په يوه لنډ لېږل سوي پيغام کي دغه پيښه غندلې ده او ليکلي يې دي چي دغه کار د ملي اردو له خوا سوی دی.

په ۲۰۱۴م کال کي دا اول وار دی چي د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ په نښته د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي. په دغه کال په افغانستان کي لږ تر لږه ۳۱۸۸ ولسي کسان ووژل سول چي تر ټولو خونړۍ کال ياد سوی دی.

نن د ۲۰۱۵م کال د لومړۍ ورځي په پيل سره په افغانستان کي د ايساف جنگي ماموريت ختم او ځای يې د ناټو په چوکاټ کي د «پريکړنده ملاتړ» ماموريت ونيو، چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواک روزنه او سلا مشورې دي.

په دغه ماموريت کي به نزدې ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر ونډه ولري.

وسله والو طالبانو ويلي دي چي تر هغه وخته پوري به خپلو يرغلونو ته ادامه ورکړي چي وروستی بهرنی عسکر له افغانستانه، نه وي وتلی. دا چي بهرني عسکر به له جنگ څخه ليري پاته وي نو اټکل کيږي چي تر دې وروسته به د جګړې پر وخت مرګ ژوبله يوازي افغانانو ته رسيږي.