1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کې د «اسلامي دولت» د خلافت پای

۱۳۹۸ فروردین ۳, شنبه

د سوريې په باغوز سيمه کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې وروستی مرکز له منځه ولاړ. د دغه مرکز له سقوط سره، په سوريه کې د دغې تروريستي ډلې د پنځه کلن خلافت لمن ټوله شوه.

https://p.dw.com/p/3FZB9
Syrien Al Mayadin SDF Kämpfer mit beschlagnahmten Waffen des IS
انځور: Getty Images/C. McGrath

د سوريې دموکراټو ځواکونو خبر ورکړی چې د څو اوونيو سختو جګړو په نتيجه کې ېې په باغوز سيمه کې د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې وروستي اډه له منځه وړې ده. داسې ښکاري چې د باغوز مرکز له سقوط سره د «داعش ډلې خلافت په بشپړه توګه» وروسته له پنځو کلونو له منځه تللی دی.

د يادو ځواکونو وياند مصطفی بالي ويلي دي چې داعشيانو «خپل تر واک لاندې سيمې سل په سلو له لاسه ورکړي دي.» د عرب او کردانو د ائتلاف غړو د دغې ډلې تر سقوط وروسته، په باغوز سیمه کې خپل زيړ رنګی بيرغ پورته کړ.

تر دې مخکې د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ په پرله پسې ټوګه په نژدې راتلونکې کې د «اسلامي دولت» له ماتې څخه خبرې کړې وي. سپينې ماڼۍ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۲مه) په داسې حال کې چې په باغوز کې د دواړو خواو تر منځ جګړې ادامه درلوده، له دغې سيمې د داعش جنګياليو د تيښتې په اړه خبر ورکړی وو.

 په باغوز کې د داعش مرکز، د دوو ورځو ځنډ وروسته د جمعې ورځ په سهار يو ځل بيا د سوريې دموکراتو ځواکونو تر حملو لاندې ونيول شو. د دواړو لورو تر منځ جکړه حتی د شنبې تر شپې ادامه لرله.

Syrien Befreiung IS-Gebiete Frauen
په فبرورۍ مياشت کې له باغوز څخه د سوريايي ښځو او ماشومانو تيښتهانځور: AFP/D. Souleiman

 د باغوز سيمې د تصفيې په موخه عمليات، د روان کال د فبرورۍ مياشتې پر نهمه پيل شول. د «اسلامي دولت» له کنترول څخه د سيمو د تصفيه کولو عمليات، د تيرکال په سپتمبر کې پيل شول او د باغوز عمليات د دغې لړۍ وروستی چاڼيز عمليات وو.

تر دې مخکې په لسو زرو کسانو له دغې سيمې چې د «اسلامي دولت» تر ټولو وروستۍ اډه ښودل کيده، تيښته پیل کړې وه. تر اوسه د داعش ډلې په زرونو وسلوال د سوريې دموکراتو ځواکونو ته تسليم شوي دي.

خو لا هم داعشيان د «شام په دښتو» کې حضور لري. دغه ډله په سوريه او عراق کې ډير پټنځايونه لري چې کولای شي له هغو څخه په استفادې سره خپلو تخريبي فعاليتونو ته ادامه ورکړي. نړيواله ټولنه په ويره کې ده چې «اسلامي دولت» يا داعش دې تر بشپړې ماتې وروسته، د ترور يوه نړيواله مخفي ډله جوړه کړي.

 د دغې ډلې پلويان د افغانستان په ځينو برخو کې هم فعال دي. په ورستيو کلونو کې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو نسبت د داعش ډلې جنګياليو ته وکړل شوی دی.

aj/si(AFP)/mks/qn