1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په سوریه او عراق کې ګڼ شمیر آلمانان جهاد کوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۰, یکشنبه

یو رپوټ د حکومت په حواله لیکي چې په سوریه او عراق کې د ترهګریزو ډلو په ملاتړ جنګیدونکي شاوخوا ۱۰۰۰ اسلامستان له آلمان څخه دغو هیوادونو ته تللي دي. رپوټ زیاتوي چې له دې شمیر څخه له نیمايي ډیر یې آلماني پاسپورتونه لري.

https://p.dw.com/p/2y2Ef
Syrien IS Terroristen
انځور: picture-alliance/AP Photo

رسنیو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د آلمان حکومت د شاوخوا ۱۰۰۰ داسې اسلامستانو په هکله معلومات ترلاسه کړي چې له آلمان څخه سوریې او عراق ته د جهاد له پاره تللي او د ترهګریزو ډلو په ملاتړ جنګیږي.

د «فونکه میدیا ګروپ» په نامه رسنۍ رپوټ ورکړی چې په عراق او سوریه کې د جنګیدونکو آلمانانو د شمیر په هکله دغه معلومات د آلمان فدرال حکومت د چپ اړخو د ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.

دیادې ورځپاڼې په دې رپوټ کې د آلمان حکومت د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې شخړه ایزو سیمو ته له آلمان څخه د تلونکو ټولو کسانو شاوخوا نیمايي یې آلماني پاسپورتونه لري.

د حکومت له لوري وړاندې کړل شوې شمیرې له آلمان څخه د یو زیات شمیر تلونکو جهادیستانو شمیر په ګوته کوي خو په عین وخت کې دغه شمیرې د دوو کلونو د پخوانیو شمیرو په پرتله بیا ټیټې دي.

د رپوټ په حواله د کردستان د کارګرو ګوند یا «پي. کا. کا» او د کردانو دموکراتیک اتحاد ګوند «پي. وای. ډي» ۲۴۳ تنه ملاتړ کوونکي هم له آلمان څخه وتلي دي ترڅو له خپلو متحدینو سره د اسلامي دولت جنګیالیو پر ضد وجنګیږي. آلمان د «پي. کا. کا» ګوند د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژني.

Syrien Syrische Soldaten in Ost-Ghuta
انځور: Imago/Xinhua/A. Safarjalani

که څه هم د سوریې، عراق او ترکیې په زندانونو کې ګڼ شمیر آلماني اسلامستان لا هم د بند شپې او ورځې سبا کوي، خو بیا هم د دوی له جملې څخه د میرمنو او ماشومانو په ګډون یو شمیر یې بیرته آلمان ته راغلي دي.

په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د آلمان د نوي ائتلافي حکومت د جوړیدو پر سر د خبرو پرمهال د انګلا میرکل په مشرۍ محافظه کاران او د حکومت ائتلافي ملګري سوسیال دموکرات ګوند په دې توافق ته رسیدلي چې د دوه ګوني تابعیت هغه جنګیالي چې په بهرنیو هیوادونو کې د ترهګریزو ملیشو په ملاتړ جنګیدلي وي، آلمان ته په بیرته راتګ سره به ترې آلماني تابعیت بیرته اخیستل کیږي.

د حکومت پر دغه پلان باندې بیا د آلمان د چپ اړخو ګوند د داخلي چارو شنونکي اولا یلپکه سختې نیوکې کړي او دغه اقدام یې د اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼلی دی. نوموړې د فونکه میدیا ګروپ په نامه دغې آلمانۍ رسنۍ ته وویل چې په دې اقدام سره به ټول هغه آلمانان هم جزا وویني چې د کردانو په ملاتړ د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې یې جګړه کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: