1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په سوريه کې څه غواړي؟

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

په سوريه کې د ايران په متحدو جنګيالو د امريکا تازه بريدونو هلته د امريکايي ځواکونو شتون ته د خلکو پام ورګرځولی دی. ځیني وايي چې هغوی هلته کافي فعاليت نه کوي او دا چې په سوريه کې د امريکا تګلاره مبهمه ده.

https://p.dw.com/p/4GQRT
Syrien US Panzer bei Deir Ezzor
انځور: Baderkhan Ahmad/AP Photo/picture alliance

تر هغه وروسته چې له ایران سره اړيکي لرونکی ځواکونه په سوريه کې د امريکا د هوايي بريدونو هدف شول، هغه زړې او ورته پوښتنې بيرته راپورته شوې. تر بمبارۍ وروسته يو سرليک دا وو: «امريکا لا هم په سوريه کې څه کوي؟»

امريکايي سياستوال کريس مورفي، چې د امريکا د حکومت د بهرنيو اړيکو د فرعي کمیټې مشر دی، د يوې اعلامیې په ترڅ کې پوښتنه وکړه چې «په سيمه کې د امريکايانو د دومره لږ شمير حضور ترشا څه حکمت کيدای شي؟»

د بحران د ډلې د سوریې يوې کارپوهې دارين خليفه دويچه ويله ته وويل: «دا پوښتنه هغه وخت راپورته کيږي کله چې پر امريکايي عسکرو بريد وشي. دا تل دا پوښتنه راولاړوي چې هغوی ولې هلته دي؟»

د اګست پر ۲۵مه نيټه کانګرس ته په استولي ليک کې ولسمشر جو بایدن تشريح کړې چې ولې یې د دغو غچ اخيستونکو بريدونو امر کړی وو: «زموږ د پرسونل د ساتنې او خونديتوب د دفاع له پاره، د امريکا او زموږ د شريکانو پر وړاندې د روانو بريدونو د لړۍ د ګډوډولو او د نورو بريدونو د مخنيوي په موخه.»

د اګست میاشتې په سر کې په سوريه کې د امريکا په التنف پوځي اډه کې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه شوي ول. دغه اډه په هغه ځای کې پرته ده چېرې د سوريې، اردن او عراق پولې سره يوځای کيږي. د سوریې په ختیځ دېرالزور ايالت کې نورې دوې پوځي اډې چې يوه یې زرغون کلی او بله کونيکو نوميږي هم د راکټونو هدف ګرځېدلې وې. يوه وياند هغه وخت ويلي ول چې دې بریدونو هیڅ تلفات نه لرله او موخه یې يوازې د «وېرې او ترهې» خپرول وو.

په سوريه کې د ایران پر ملاتړ لرونکو ملیشه و د امریکا هوایي برید

د اګست مياشتې په پای کې د غچ اخيستنې په موخه په ترسره شويو امريکايي بريدونو کې بيا څلور جنګيالي وژل شوي ول. دې بريدونو موټرې، راکټ لانچرونه او ګودامونه ويجاړ کړي ول. ایران بيا دا خبره ردوي چې د امريکا له خوا هدف ګرځېدلې له دې ډلې سره اړيکي لري.

مبهمه بهرنۍ تګلاره

امريکايي ځواکونه له ۲۰۱۵م کال راهيسې په سوريه کې مستقر شوي ول او دمګړۍ هم کابو ۹۰۰ امريکايي عسکر په هغه سيمه کې چې د «سوريې ختیځه امنيتي ساحه» بلل کیږي، ميشت دي. دا په عراق کې له ميشتو ۲۵۰۰ عسکرو سره په شريکه د یوه پوځي ماموريت برخه دي. دا نړيوال ائتلاف د اسلامي دولت يا داعش ډلې د له منځه وړلو په موخه جوړ شوی وو.

خو اوس په داسې حال کې چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش فعاليت د پام وړ ټيټ شوی دی، ځيني امريکايان په سوريه کې د خپل هېواد تګلاره تر پوښتنې لاندې راولي. انتقاد کوونکي وايي په داسې حال کې چې د سوریې په شمال ختيځ کې د امريکا اقداماتو يو واضح هدف درلود، په سوريه کې د امريکا بهرنۍ تګلاره په عمومي توګه تر ډېره متمرکزه نه ده. 

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د منځني ختیځ د چارو يو پخوانی مرستيال جيفرې فيلتمېن په دې وايي: «د سوریې په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت له ګواښ سره د مخامخيدو په استثنا، له ۲۰۱۱م کال راهيسې د امريکا پاليسي د مثبتو نتايج په رامنځته کولو کې ناکامه پاته ده.»

د اټکلونو پر اساس د سوریې په شمال ختیځه برخه کې چې امريکايي عسکر پکې ميشت دي دوه ميليونه کسان ژوند کوي
د اټکلونو پر اساس د سوریې په شمال ختیځه برخه کې چې امريکايي عسکر پکې ميشت دي دوه ميليونه کسان ژوند کويانځور: Xinhua News Agency/picture alliance

د منځني ختیځ د رفيق الحريري د اتلانتيک شورا يو پخوانی غړی عبدالرحمان المصري په دې اړه وايي: «په ۲۰۱۱م کال کې د شخړې له پېل راهيسې هيڅکله د امريکا حکومت د سوریې په اړه مستقله او ثابته تګلاره نه لرله.»

هغه زياتوي: «امریکا هيڅ نه پوهيږي چې په سوريه کې څه غواړي او [د دې ماموريت] پای یې هم هيڅ نه ده سنجولې – چې هم یې دوستان او هم دښمنان پر دې پوهيږي.»

امريکا په رښتيا څه غواړي؟

د امریکا متحده ایالاتو حکومت تېر کال د سوریې د خپلې تګلارې د ارزونې لارښوونه کړې وه. په ۲۰۲۱م کال کې د دغې ارزونې تر بشپړيدو وروسته په سوريه کې د امريکايي ځواکونو د حضور په اړه څلور لومړيتوبونه معرفي شوي ول.

لومړی دا چې امريکايي ځواکونه د ترهګرې ډلې اسلامي دولت پر ضد جګړې پر مخ وړولو له پاره هلته موجود دي. په دې کې د سوریې د کردي جنګیالو روزنه او هغوی ته د وسلو ورکړه شامله ده. دغه ځواکونه د سوريې ديموکراتيک پوځ نوميږي چې د داعش پر ضد یې جګړه کوله او اوس د سوریې دغه سيمه کنترولوي.

په سوریه کې د ترکېې د نوو پوځي عملیاتو په اړه د امریکا اندېښنه

امریکا په وار وار سره دا خبرداری ورکوي چې هغه مليشه چې دوی یې ملاتړ کوي يوازې د داعش پر ضد د جګړې اجازه لري او يا دا چې د خپل ځان د دفاع له پاره عمل وکړي.

د امريکا په نورو لومړيتونوب کې په سوريه کې د اوربند تقويه کول، د سيمې باثباته کول او بشري مرستې او دغو مرستو ته د لاس رسۍ لارې چارې برابرول شامل دي. همدا راز «د مسئوليت د منلو او نړيوالو قوانينو ته د درناوي له پاره فشار واردول او د بشري حقونو درناوي او د اتومي وسلو نه خپرولو ته تشويق» یې نور هدفونه دي.  

دا ټول به د سوریې د کړکيچ يوه سياسي حل ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي لکه په ۲۰۱۵م کال کې پرې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په  ۲۲۵۴ نمره پريکړه ليک کې توافق شوی وو.

د سوریې ديموکراتيک پوځ
د سوریې ديموکراتیک ځواک په نوم ځواکونه وايي چې د داعش پر ضد جګړه کې یې ۱۱ زره غړي وژل شوي.انځور: ANHA/AP Photo/picture alliance

خو شنونکي وايي چې په سوريه کې د امريکا تګلاره «پڅه» او «بې پروا» ده. سوریې ته يوه پخواني امريکايي سفير روبيرت فورډ د روان کال په مې مياشت کې ويلي ول: «امريکايان په سوريه کې ستره جګړه نه غواړي.» هغه زياته کړې: «هغوی [امريکايان] په سوريه کې تر اوسه داسې کومې ستراتيژيکې موخې نه دي مشخصې کړي څو هلته يوه ستره جګړه توجيه کړي.»

مهمه دنده یې ذکر شوی نه ده

خو پر دې هر څه سربيره امريکا متحده ايالات د سوریې په شمال ختيځ کې د ثبات له پاره ډېر مهم نقش لوبوي. دا څرګندوي د بحران له ډلې څخه دارين خليفه کوي. نوموړې زياتوي: «زما په آند ډېر کسان دا خبره له پامه غورځوي.» هغه وايي چې امريکایانو هلته داعش تر نظر لاندې ساتلی دی او هلته یې د هر چا [بېلا بېلو ډلو] د آزاد لاس مخه نيولې ده.

له دې څخه د هغې موخه دا ده چې هلته د امريکا حضور د ترکي ځواکونو د پرمختګ او ترکي او کردي ځواکونو د تصادم مخه نيسي او همدا راز د روسي، ایراني او د سوريې د رژيم د پرمختګ مخنیوي هم کوي.

خليفه استدلال کوي: «هغوی د قدرت انډول ساتلی دی چې په سيمه کې د په میليونونه سوريايي وګړو څخه محافظت کوي.» هغه زياتوي: «که رښتيا ووايو هلته د شتون پایلې یې تر ډېره مثبتې دي.»

خو نوموړې په عين حال کې په سوريه کې د امريکا په پاليسیو کې د شته نېمګړتياو په اړه د انتقاد کوونکو سره هم همنظره ده.

هغه زياتوي: «د مثال په توګه موږ نه پوهيږو چې هغوی به څومره موده هلته وي. موږ نه پوهيږو چې هغوی چې هلته دي د شته ستونزو د حل کولو هڅه ولې نه کوي، هغه ستونرې چې ښايي د هغوی [امريکايانو] تر وتلو ورسته رابرسيره شي.»

ب. ص/ خ. ح ( Cathrin Schaer)

زموږ له آرشيف څخه: