1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

«په سويډن کې يو سړی غواړي بيا قرآن کريم ته اور واچوي»

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

هغه عراقي چې په ستاکهولم کې یې د يوه مسجد مخې ته د قرآن کريم پاڼو ته اور واچاوه، ويلي دي چې د قرآن کريم بله نسخه به هم وسوځوي. اسلامي هېوادونو او ټولنو په سويډن کې د قرآن کريم سوځول سخت وغندل.

https://p.dw.com/p/4TGin
په سويډن کې د قرآن پاک سوځولو پېښه
په سويډن کې د قرآن پاک سوځولو پېښهانځور: Caisa Rasmussen/TT NEWS AGENCY/picture alliance

  په ستاکهولم کې د قرآن شريف سوځولو په اړه نړيوالو اعتراضونو ته په نه پاملرنې سره، هغه عراقي چې د دې کار مسئول بلل کيږي، ويلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به د قرآن کریم يوه بله نسخه هم وسوځوي.

د سلوان موميکا په نوم دغه کس د «ايکسپريسن» ورځپاڼې ته وويل چې دی پوهيدی چې کړنه به یې ډېر غبرګونونه را وپاروي. خو پر دې سربیره هم دی د نورو ورته ګامونو پلان جوړوي او «په راتلونکو لسو ورځو کې به د عراق بيرغ او قرآن کريم په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته وسوځوي.»

اړونده موضوع: سويډن: يوې محکمې د قرآن پاک د سوځولو اجازه ورکړې ده

مومیکا چې په سويډن کې ميشت عراقی کډوال دی، د چهار شنبې په ورځ يعني د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې د ستاکهولم د ستر مسجد مخې ته په داسې حال کې چې د سويډین بیرغ یې پورته کړی وو، د کابو سلو تنو نندارچيانو او ژورنالیستانو په حضور کې څو ځله پر قرآن کريم پښې کيښودلې. تر دې وروسته یې د خوګ يا خنځير د غوښې ټوټې د قرآن کريم د پاڼو په منځ کې کيښودلې او دغه پاڼو ته یې اور ورته کړ.

دې ۳۷ کلن سړي تر دې دمخه له سويډني چارواکو څخه د خپلې دې احتجاجي کړنې له پاره اجازه ترلاسه کړې وه. نوموړي خپل دا غوښتنليک د نظر د آزادۍ سره توجيه کړی وو.

د سلوان موميکا په نوم عراق مهاجر چې په سټاکهولم کې قرآن پاک ته اور واچاوه
د سلوان موميکا په نوم عراق مهاجر چې په سټاکهولم کې قرآن پاک ته اور واچاوهانځور: Stefan Jerrevång/TT NEWS AGENCY/picture alliance

په دې منځ کې پوليسو د هغه په اړه «د يوې نژادي ډلې پر وړاندې د پارونې» په تړاو پلټنې پېل کړي دي ځکه چې نوموړي قرآن کريم د يوه مسجد مخې ته سوځولی وو. خو موميکا دا ادعا ردوي چې ګني کړنه يې «د کرکې پارونې جرم» يا «د يوې ډلې پر وړاندې د پارونې» عمل دی.

د قرآن کریم د سوځولو پر وړاندې غبرګونونه

د دغه عراقي وګړي دا ګام په ټوله اسلامي نړۍ کې په کلکه وغندل شو. اکثريت اسلامي هيوادونو د اعلاميو په خپرول سره دا ګام محکوم کړ.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې مظاهره کوونکي د سويډن پر سفارت هجوم ور ووړ او مراکش له سويډن څخه خپل سفير ور غوښتی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې تر اوسه په ناټو کې د سويډن د شامليدو مخه نيسي، د «کرکې وړ» دې ګام مسئوليت یې پر سويډني چارواکو ور اچولی دی.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د مذهبي متنونو سيځل «بې احترامي او له سپکاوي ډک» عمل بللی دی.

په ناټو کې د سویډن شاملیدل؟

په ستاکهولم کې دا پېښه ښايي د ناټو په پوځي ائتلاف کې د سويډن د شامليدو چانس نور هم ټکنی کړي. په پام کې ده چې یوه اونۍ وروسته به د سويډن او ترکیې استازي په بروکسل کې په ناټو کې د سويډن د غړيتوب په تړاو خبرې اترې وکړي.

اړونده موضوع: ناټو: «سویډن د ترکیې شرایط پوره کړي»

ترکيه او هنګري هغه يوازني هيوادونو دي چې په ناټو کې د سويډن شامليدو ته یې لا رايه نه ده ورکړې. ترکیه پر سويډن تور لګوي چې «ترهګرو» ته یې پناه ورکړې ده. ترکيه په دې سره د کردانو د کارګر ګوند «پی کی کی» غړو ته اشاره کوي.

په جنورۍ میاشت کې ښی اړخه احتجاج کوونکو په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت مخې ته قرآن کريم وسوځاوه او په دې توګه یې د ټولې اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه راوپارول.

ب. ص/ ن. ز (AFP)